ads

اشتون، د ایران د اټومي لانجې په اړه د مذاکراتو د بیا پیلولو هرکلی وکړ

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسولې کاترین اشتون، د ایران د اټومي لانجې په اړه د مذاکراتو د بیا پیلولو هرکلی وکړ. نوموړې دا دریځ د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي سعید جلیلي د یوه لیک په ځواب کې څرګند کړ. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسولې کاترین اشتون، د […]

نویسنده: TKG
1 سلواغه 1390
اشتون، د ایران د اټومي لانجې په اړه د مذاکراتو د بیا پیلولو هرکلی وکړ

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسولې کاترین اشتون، د ایران د اټومي لانجې په اړه د مذاکراتو د بیا پیلولو هرکلی وکړ. نوموړې دا دریځ د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي سعید جلیلي د یوه لیک په ځواب کې څرګند کړ.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسولې کاترین اشتون، د ایران د اټومي لانجې په اړه د مذاکراتو د بیا پیلولو هرکلی وکړ.

نوموړې دا دریځ د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي سعید جلیلي د یوه لیک په ځواب کې څرګند کړ.

مېرمن اشټون په دغه ځوابي لیک کې، چې د اروپايي ټولنې په ویپباڼه کې خپور شوی، د مذاکراتو د بیا پیلولو په اړه د سعید جلیلي له غوښتنې پر هرکلي سربېره، ویلي، چې دا خبرې اترې باید مانا لرونکې ووسي.

د نوموړې اشاره ظاهراً هغو مذاکراتو ته ده، چې تېر کال په همدې شپو او ورځو کې د ترکيې په استانبول ښار کې د ایران او پنځه جمع یو ډلې تر منځ بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د ویلو ده، چې د اټومي لانجې د هوارۍ په موخه د ایران استازي د یوه لیک له لارې له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د راتلونکو مذاکراتو لپاره وخت او ځای وټاکي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA