قاضيانو د ايټاليا په سمندر کې د ډوبې شوې بېړۍ کپتان په کور کې نظر بند کړ. محکمه وايي، چې فرانچسکو اسکتينو په دغه پېښه کې ګرم دى. د جمعې په شپه ساحل ته نږدې له ډبرو سره د لګېدو له امله په ډوبه شوې بيړۍ کې تردې دمه
قاضيانو د ايټاليا په سمندر کې د ډوبې شوې بېړۍ کپتان په کور کې نظر بند کړ.
محکمه وايي، چې فرانچسکو اسکتينو په دغه پېښه کې ګرم دى.
د جمعې په شپه ساحل ته نږدې له ډبرو سره د لګېدو له امله په ډوبه شوې بيړۍ کې تردې دمه د ۱۱ تنو مړي موندل شوي او ۲۴ تنه نور لاهم تري تم دي.
وروستي راپورونه وايي، چې د پيښې پر مهال د بېړۍ د کپتان ثبت شوې خبرې څرګندوي، چې نوموړى د مسافرو تر ژغورنې وړاندې له بېړۍ څخه وتلى.
په داسې حال کې، چې د بېړۍ کپتان دا تورونه ردوي او وايي، چې د سلګونو مسافرو ژوند يي ژغورلى، خو اټکل کېږي، چې هغه اوس د غير عمدي وژنې په تور محاکمه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

