د امريکا جمهور رييس اوباما د سعودي له پاچا ملک عبدالله سره د ليدنې پر مهال اعلان وکړ، چې په سوريه کې روانو حالاتو ته په کتو به د هغه هېواد پر حکومت نړيوالو فشارونه زيات كړي.
د امريکا جمهور رييس اوباما د سعودي له پاچا ملک عبدالله سره د ليدنې پر مهال اعلان وکړ، چې په سوريه کې روانو حالاتو ته په کتو به د هغه هېواد پر حکومت نړيوالو فشارونه زيات كړي.
بارک اوباما د سوري امنيتي ځواکونو لخوا پر معترضينو روان بريدونه وغندل او دا يې د نه منلو وړ كار وباله.
نوموړي د سوري جمهور رييس بشارالاسد پر لرې کېدا ټېنګار وکړ او ويې ويل، چې لا هم په سوريه کې د لاريون کونکو پر ضد تاوتريخوالى دوام لري.
په ورته وخت كې د سعودي پاچا ملک عبدالله د فلسطين او اسرايلو تر منځ روان کړکېچ ته په اشارې سره وويل، چې اردن سره به د دواړو غاړو د مذاکراتو پيلولو لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


