د سعودي عربستان د تېلو وزیر علي النعیمي وايي، هېواد یې چمتو دی، چې پر ایران د تلو د بندیز په صورت کې په څو ورځو کې په بازار کې رامنځته کېدونکې تشه ډکه کړي.
د سعودي عربستان د تېلو وزیر علي النعیمي وايي، هېواد یې چمتو دی، چې پر ایران د تلو د بندیز په صورت کې په څو ورځو کې په بازار کې رامنځته کېدونکې تشه ډکه کړي.
د فرانسې خبري اژانس د رپورټ له مخې نوموړي له سي این این ټلویزون سره په مرکه کې اعلان وکړ، هېواد یې په اسانۍ سره کولای شي، چې د اومه تیلو ظرفیت په ورځ کې تر ۱۲ ملیونه بېرلو زیات کړي.
نوموړي زياته كړې، چې دوى د اوس لپاره هره ورځ له ۹ څخه تر لسو ملیونو بېرلو تېل تولیدوي او کولای شي دا کچه تر ۱۲ مليونو بېرلو زياته كړي.
د عربستان د تېلو وزیر دا خبرې په داسې مهال کوي، چې ایران د فارس خلیج عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی و، چې د امریکا او اروپا لخوا پر ایران د بندیز په صورت کې، د تېلو د کمښت جبرانولو لپاره کوم ګام پورته نه کړي.
ټاکل شوې، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د ایران د تېلو د بندیز په اړه پرېکړه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

