ads

د ایران د اطلاعاتو وزیر پر امریکا او برتانیې تور ولګاوه

د ایران د اطلاعاتو وزیر حیدر مصلحي پر امریکا او برتانیې تور ولګاوه، چې د اسرایلو په ملاتړ د ایراني ساینسپوه مصطفی احمدي روشن په وژنه کې لاس لري. نوموړي په ورته وخت کې اسرایلو ته خبرداری ورکړ، چې د خپل دې عمل پر وړاندې به له سخت ځواب سره مخ شي. د ایران د […]

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1390

د ایران د اطلاعاتو وزیر حیدر مصلحي پر امریکا او برتانیې تور ولګاوه، چې د اسرایلو په ملاتړ د ایراني ساینسپوه مصطفی احمدي روشن په وژنه کې لاس لري.
نوموړي په ورته وخت کې اسرایلو ته خبرداری ورکړ، چې د خپل دې عمل پر وړاندې به له سخت ځواب سره مخ شي.
د ایران د اطلاعاتو وزیر پرون د یکشنبې په ورځ وویل:« امریکا او برتانیه نه شي کولای، چې له دغو وژنو ځانونه پټ کړي».

مصلحي دویم لوړپوړي ایرانی چارواکی دی، چې په تېرو دوو ورځو کې په دې اړه اسرایلو ته خبرداری ورکوي.

تر ده وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزرات له امریکا او برتانیې څخه د یوه لیک له لارې غوښتي وو، چې د دغه برید مسولیت منلو ته غاړه کېږدي.

ایرانی ساینسپوه او د نتنز اټومي بټۍ مرستیال مصطفی احمدي روشن د تېرې چارشنبې په ورځ په تهران کې د یوې بمي چاودنې له امله ووژل شو.

تر دې دمه د نوموړي د وژنې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

امریکا او برتانیې هم دا پېښه غندلې، خو اسرایل يې لا پر وړاندې چوپه خوله پاتې دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA