د پاکستان دولتي خبري رسنۍ وايي، د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني او جمهور رئيس آصف علي زرداري سره وکتل او د روانو حالاتو په اړه يې په تفصيل سره خبرې وکړې، خو د دغو دوو مشرانو د خبرو جزئيات نه دي خپاره شوي.
د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ تر منځ هغه مهال لانجه او شخړه راپورته شوه، چې جمهور رئيس زرداري، واشنګټن ته په يوه يادداشت يا ليک کې د پوځي کودتاه د احتمال خبره وکړه او د امريکا مرسته يې وغوښته.

په عين حال کې، د پاکستان پوځ د امريکايي ځواکونو له خوا په ايبټ آباد کې د اسامه بن لادن له وژنې وروسته هم ډېر تحقير او ځوريدلي دي.
پاکستان د خپل موجوديت راهيسې يعنې په تېرو شپيتو کلونو کې لږ ترلږه درې ځلې کودتاوې کړي او ځان د پاکستان د ګټو مدافع او مالک بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ