د چين دولت د امريکا لخوا د تېلو پر يوه چينايي شرکت د بنديز له امله نيوکه کړې او دا چاره يې نامعقوله بللې.
امريکا وايي چې دې شرکت له ايران څخه د ۲۰۱۰ کال په دويمه نيمايي کې د ۵۰۰ مليونو ډالرو په ارزښت بنزين صادر کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت نن د يکشنبې په ورځ د يوې بيانيي په صادرولو سره اعلان وکړ چې د امريکا د داخلي قوانينو پر بنسټ
د چين دولت د امريکا لخوا د تېلو پر يوه چينايي شرکت د بنديز له امله نيوکه کړې او دا چاره يې نامعقوله بللې.
امريکا وايي چې دې شرکت له ايران څخه د ۲۰۱۰ کال په دويمه نيمايي کې د ۵۰۰ مليونو ډالرو په ارزښت بنزين صادر کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت نن د يکشنبې په ورځ د يوې بيانيي په صادرولو سره اعلان وکړ چې د امريکا د داخلي قوانينو پر بنسټ پر دې چينايي شرکت د بنديزونو وضع کول، غير معقول دی او د ايران د اټومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتو امنيت شورا له پريکړه ليک سره هېڅ اړخ نه لګوي.
د چين دولت په دې بيانيه کې د امريکا له دې پريکړې سره خپل کلک مخالفت او خپګان ښودلی.
د ويلو ده چې چين د ايران د اومه تېلو يو ستر واردونکی هيواد دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


