ads

الازهر په افغانستان کې مړو ته سپکاوى وغانده

په مصرکې د الازهر اسلامي موسسې،د امريکايي ځواکونو له خوا په افغانستان کې د وژل شويو طالبانو مړو ته سپکاوى په کلکه وغانده. دی پژواک آژانس د رپورت له مخی دغه ويډيو،چې تېره اونۍ ديوټيوب په انټرنيټي پاڼه کې خپره شوې،په کې ښودل شوي چې څلور امريکايي بحري سرتېري د درېيو وژل شويو طالبانو پر […]

نویسنده: TKG
24 مرغومی 1390
الازهر په افغانستان کې مړو ته سپکاوى وغانده

په مصرکې د الازهر اسلامي موسسې،د امريکايي ځواکونو له خوا په افغانستان کې د وژل شويو طالبانو مړو ته سپکاوى په کلکه وغانده.

دی پژواک آژانس د رپورت له مخی دغه ويډيو،چې تېره اونۍ ديوټيوب په انټرنيټي پاڼه کې خپره شوې،په کې ښودل شوي چې څلور امريکايي بحري سرتېري د درېيو وژل شويو طالبانو پر مړو متيازې کوي او له خندا ډکې تبصرې هم پرې کوي.

په مصرکې د الازهر اسلامي موسسې،د امريکايي ځواکونو له خوا په افغانستان کې د وژل شويو طالبانو مړو ته سپکاوى په کلکه وغانده.

دی پژواک آژانس د رپورت له مخی دغه ويډيو،چې تېره اونۍ ديوټيوب په انټرنيټي پاڼه کې خپره شوې،په کې ښودل شوي چې څلور امريکايي بحري سرتېري د درېيو وژل شويو طالبانو پر مړو متيازې کوي او له خندا ډکې تبصرې هم پرې کوي.

که څه هم په دې ويډيوکې نه ده معلومه شوې، چې داپېښه کله او په کومه سيمه کې رامنځته شوې، خو د امريکا د سمندري ځواکونو وياند ويلي، چې دغو سرتېرو تېرکال په هلمند کې خپله دنده ترسره کړې ده.

په مصر کې د الازهر علمي اسلامي ټولنې هم د امريکايي سرتېرو له خوا دغه کار په کلکه غندلى او دا يې له انساني او اخلاقي اقدارو يوه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د الازهر موسسې يوه مشر سلاکار او خطيب شيخ احمدالطيب ويلي: ((د امريکايي سرتېرو دغه کړنه دافغانانو مړو ته څرګندسپکاوى او له انساني ارزښتونو او اصولو څخه سرغړونه ده.))

د هغه په وينا، د امريکايي سرتېرو دغه کړنه په اسلامي نړۍ کې هغه نظر تقويه کوي، چې امريکايي سرتېري افغانستان او عراق ته د ډيموکراسۍ لپاره نه، بلکې پر اسلامي ټولنې د واکمن کېدو په موخه ورغلي دي.

دغه پېښه د طالبانو تر څنګ په خپله د امريکايي چارواکو او افغانستان حکومت له خوا په کلکه غندل شوې ده.

وسلوالو طالبانو دغه کار غير انساني بللى، د افغانستان حکومت او د امريکا له متحده ايالتونوڅخه غوښتي، چې د يادې ويډيو په اړه دې عاجلې څېړنې وکړي او د پېښې عاملينو ته دې کلکه سزا ورکړي.

په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون اړوند د بحري ځواکونو د عامه اړيکو د دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دوى په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

سرچينې زياته کړې:((په دې ويډيو کې چې کومې صحنې ښودل شوي، دا زموږ د سرتېرو له شخصيت او حيثيت سره ، سر نه خوري.))

د امريکا د بحري ځواکونو قوماندانۍ ويلي، چې دوى په دې اړه بشپړې پلټنې پيل کړي او هڅه کوي، د هغو کسانو د هويت په اړه معلومات ترلاسه کړي، چې په دې ويډيو کې مړو ته د سپکاوي پر مهال ښودل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA