د ايران کورنيو خبري اژانسونو د تهران په سيد خندان څلور لاري کې د يوې چاودنې خبر ورکړ. د راپورونو له مخې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې شوې، چې له امله يې يو تن مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.
د ايران کورنيو خبري اژانسونو د تهران په سيد خندان څلور لاري کې د يوې چاودنې خبر ورکړ.
د راپورونو له مخې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې شوې، چې له امله يې يو تن مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.
ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې چاودنه د يوه مقناطيسي بم له امله رامنځته شوې.
د ايران پريس ټي وي انګليسي ژبې ټلويزون په يوه بېړني خبر کې وويل، چې وژل شوى کس د پوهنتون استاد و.
تر دې دمه د چاودنې مسؤليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


