د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ايجنسۍ کې د يوې چاودنې له كبله له ۵۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې دغه چاودنه د خيبر ايجنسۍ په جمرود بازار کې نن شاوخوا ١٠ نيمې بجې رامنځته شوې ده.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ايجنسۍ کې د يوې چاودنې له كبله له ۵۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې دغه چاودنه د خيبر ايجنسۍ په جمرود بازار کې نن شاوخوا ١٠ نيمې بجې رامنځته شوې ده.
ځايي خاصه دار وايي، چې دغه چاودنه په يوه موټر كې د ځاى پر ځاى شوي ريموټ کنټرول بم له امله رامنځته شوې، چې په پايله کې يې ۲۴ تنه وژل شوي او له ۲۹ ژوبل شوي دي.
په سيمه كې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي،چې چاودنه په جمرود بازار کې وه تېلو پمپ ته څېرمه رامنځته شوې.
تراوسه په پاکسان کې کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسؤليت پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


