د پاکستان د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان له يوه تنګي څخه د اېف سي په نامه د ١٥ ملېشه سرتېرو مړي وموندل شول. د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې يوې امنيتي سرچينې، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه مړي نن سهار د شوه كۍ ولسوالۍ شمال لويديځ ته پروت يوه تنګي څخه ترلاشه شول.
د پاکستان د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان له يوه تنګي څخه د اېف سي په نامه د ١٥ ملېشه سرتېرو مړي وموندل شول.
د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې يوې امنيتي سرچينې، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه مړي نن سهار د شوه كۍ ولسوالۍ شمال لويديځ ته پروت يوه تنګي څخه ترلاشه شول.
نوموړي زياته كړې، چې دغه کسان په مرميو ويشتل شوي او له جسدونو څخه داسې ښكاري، چې همدا نن سهار ويشتل شوي وي.
د ده په وينا، ځايي خلكو دغه جسدونه يوې سيمه ييزې مدرسې ته لېږدولي او اوس يې د ملېشه ځواكونو مركز ته د لېږد تيارى روان دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه ۱۵ تنه د ډسمبر په ۳۰ مې د خيبرپښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ ټانګ له ملازيۍ سيمې كې د ملېشه ځواكونو له مركز څخه تښتول شوي وو.
هغه مهال په ياد مركز نږدې پنځوسو وسله والو بريد كړى و، چې د نښتې پرمهال يو سرتېرى ځاى پرځاى وژل شوى و او ۱۵ نور نادركه وو.
د پېښې پړه د پاكستانيو طالبانو يوه قومندان عصمت الله شاهين پرغاړه اخيستې.
د يادونې وړ ده، چې د ډيسمبر په ۲۴ مې د خيبرپښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ بنو په اړوندې سيمې كې د ملېشه ځواكونو په مركز ځانمرګى بريد شوى و، چې له كبله يې ۶ سرتيري وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


