د ليبيا په مركز طرابلس كې د وسله والو ډلو ترمنځ نښته رامنځه شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه نښته وروسته له هغې رامنځته شوه، چې له مصراتې څخه راغليو ځواكونو غوښتل په طرابلس كې د قذافي د مهال استخباراتي ادارې له ودانۍ څخه
د ليبيا په مركز طرابلس كې د وسله والو ډلو ترمنځ نښته رامنځه شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه نښته وروسته له هغې رامنځته شوه، چې له مصراتې څخه راغليو ځواكونو غوښتل په طرابلس كې د قذافي د مهال استخباراتي ادارې له ودانۍ څخه يو شمېر بنديان خوشې كړي، چې له مخالفې ډلې سره يې اخ و ډب رامنځته شو.
د چارواكو په وينا، په دې نښته كې د دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په طرابلس كې د نظامي شورا مشر عبد الحكيم بلحاج د پېښې په ځاى كې د يوه خبري ناستې پرمهال وويل، چې دغه نښته د مصراتې د انقلابيانو او زاويې د نظامي شورا د سرتېرو ترمنځ رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته كړې، چې دا يو غير مسؤلانه كارو، خو اوس وضعيت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


