ads

نيويارك كې پر جوماتونو او مندرونو بريدونه

د امريكا په ستر ښار نيويارك كې ناپېژاندو كسانو پر جوماتونو او مندرونو د اور لګوونكو بوتلونو پرمټ بريدونه كړي، خو چا ته پكې ځاني زيان نه دى اوښتى. د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې دغه بريدونه د يكشنبې په شپه د نيويارك په كوئنز نومې سيمې كې شوي، چې له كبله يې […]

نویسنده: TKG
13 مرغومی 1390
نيويارك كې پر جوماتونو او مندرونو بريدونه

د امريكا په ستر ښار نيويارك كې ناپېژاندو كسانو پر جوماتونو او مندرونو د اور لګوونكو بوتلونو پرمټ بريدونه كړي، خو چا ته پكې ځاني زيان نه دى اوښتى. د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې دغه بريدونه د يكشنبې په شپه د نيويارك په كوئنز نومې سيمې كې شوي، چې له كبله يې يو شمېر جوماتونه ا

د امريكا په ستر ښار نيويارك كې ناپېژاندو كسانو پر جوماتونو او مندرونو د اور لګوونكو بوتلونو پرمټ بريدونه كړي، خو چا ته پكې ځاني زيان نه دى اوښتى.

د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې دغه بريدونه د يكشنبې په شپه د نيويارك په كوئنز نومې سيمې كې شوي، چې له كبله يې يو شمېر جوماتونه او مندرونه زيانمن شوي دي.

په دې سيمې (كوئنز) كې جنوبي اسيا، منځني ختيځ او لاتيني امريكا څخه راغلي كډوال اوسي.

په سيمه كې د شيعه مسلمانانو يو جومات او د الخوئى په نامه يو مركز زيانمن شوى، خو چا ته پكې ځاني زيان نه د ى اوښتى.

الخوئى په يادې سيمې كې د شيعه مسلمانانو يو مشهور مركزى دى، چې په امريكا كې مېشتو عراقيانو جوړ كړى.

ويل كېږي دې مركز ته د عراق او ايران مشران او سفيران هم تګ راتګ كوي.

په ورته وخت كې د همدې شپې په شاوخوا لس نيمو بجو په دې سيمې كې پر مشهور هندو مندر هم د اورلګوونكو بوتلونو پر مټ بريد شوى، چې له كبله يې د مندر دروازې او يو شمېر نورو برخو ته زيان اوښتى دى.

په دې پېښه كې هم چا ته د سر زيان نه دى اوښتى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA