ads

د ۲۰۱۱ ميلادي كال امنيتي پېښې

افغانستان په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د مهمو نظامي پیښو شاهد و، د دغه کال لومړنۍ لويه او مهمه نظامي پيښه د كندهار د سرپوزې له زندان څخه د سلګونو سياسي زندانيانو تښتيدل او د همدې كال دويمه لويه پېښه د امریکا تر لس کلنو هڅو او نظامي عملیاتو وروسته بلاخره د پاکستان د ایبټ […]

نویسنده: TKG
13 مرغومی 1390

افغانستان په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د مهمو نظامي پیښو شاهد و، د دغه کال لومړنۍ لويه او مهمه نظامي پيښه د كندهار د سرپوزې له زندان څخه د سلګونو سياسي زندانيانو تښتيدل او د همدې كال دويمه لويه پېښه د امریکا تر لس کلنو هڅو او نظامي عملیاتو وروسته بلاخره د پاکستان د ایبټ آباد په نظامي  ښار ګوټي کې د القاعدې شبكې د مشر اسامه بن لادن وژل كېدل و.

د ۲۰۱۱ میلادي کال د مارچ په ۲۴مه د كندهار سرپوزې له زندانه د يو تونل په وسيله ۴۷۰ تنه سياسي زندانيان چې اکثریت یې طالبان و، وتښتېدل.  دا تونل چې ترځمكې لاندې كيندل شوى و، د زندان په دننه كې د سياسي زندانيانو د بلاك په منځ كې راوتلى او د شپې له مخې يې د طالبانو سلګونه زندانيان په تېښته بريالي كړل.

د می د مياشتې په لومړۍ نېټه د پاكستان په ايبټ اباد ښار كې چې په زیاته اندازه د پاکستاني پوځیانو استوګنځایونه او مرکزونه په همدې ښار کې موقعیت لري، د امريكايي ځانګړو ځواكونو له خوا د شپې مهال د څلويښتو دقيقو عملياتو په ترڅ  كې د القاعدې شبكې مشر اسامه بن لادن ووژل شو.

د القاعده د مشر په وژل كېدو جمهور رئيس كرزي په خپله وينا كې په ناټو غږ وكړ چې القاعده په افغانستان كې نشته او بايد د افغانانو كورونه نور په دې پلمه تلاشي نه شي، خو له دې سره جوخت د پاكستان او امريكا اړيكې ترينګلې شوې، پاكستان وويل چې دوى په دې نه و خبر چې اسامه په پاكستان كې دى او د امريكا له لوري په عملياتو يې هم ناخبري وښوده، خو امریکا د پاکستان  استخبارات د اسامه په پټولو تورن کړل.

د  ۲۰۱۱ میلادي كال بله لويه پوځي مسئله د بهرنيو ځواكونو له لوري افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيتي مسؤليتونو د لېږد پروسه وه چې په لومړي پړاو كې د اوو سیمو د امنیت انتقال شامل و چې د جولاى د مياشتې پر شپاړسمه نېټه د باميانو او پنجشېر ترڅنګ  د سروبي له ولسوالۍ پرته د كابل ولايت او د مزار، هرات، لښكرګاه او مهترلام ښارونه افغان ځواكونو ته وسپارل شول.

د امنيتي لېږد دويم پړاو د ډسمبر په لومړۍ نېټه پيل شو چې بلخ، دايكندي، تخار، سمنګان، كابل او نيمروز ولايتونه په بشپړه توګه او د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني، ميدان ښار او قلعه نو ښارونو تر څنګ يو شمېر ولسوالۍ په کې شاملې شوې.

ترور

۲۰۱۱ ميلادي كال د يو شمېر لوړپوړو او مهمو كسانود وژل كېدو شاهد هم و، په كندهار كې د جمهوررئيس كرزي ورور احمد ولي کرزی  چې د کندهار د ولايتي شورا رئیس و، د جولاى د مياشتې په دولسمه نېټه ووژل شو.

په همدې كال كې د نوموړي ولايت د امنيې قومندان خان محمد مجاهد، د همدې ولايت ښاروال غلام حيدر حميدي او د دې ولایت د علماوو د شورا رئیس هم په بېلابېلو ځانمرګو بريدونو كې له منځه ولاړل.

د همدې لړۍ په دوام په شمال كې د ۳۰۳ پامير زون قومندان جنرال محمد داوود داوود او د تخار د امنيې قومندان شاه جهان نوري له يو شمېر نورو كسانو سره  یو ځای د يوې چاودنې په ترڅ كې ووژل شول.

د همدې کال په اوږدو كې د كندز ولايت د امنيې قومندان جنرال عبدالرحمن سيدخيلي هم د يوې ورته پېښې په ترڅ كې خپل ژوند له لاسه وركړ.

د جولاى په شپاړسمه نېټه ماښام مهال په كابل كې د سلاكار وزير جان محمدخان په كور وسله وال بريد وشو، چې د دې بريد په پايله كې پخپله سلاكار وزير او په ولسي جرګه كې د ارزګان د خلكو استازى محمدهاشم وطنوال ووژل شول.

د دې پېښو په دوام د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني هم په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.

 

ملکي مرګ ژوبله

تردې دمه د ملګرو ملتونو او يا كوم بل ارګان له لوري د ملكي مرګ ژوبلې په اړه د ټول كال راپور نه دى خپور شوى، خو په افغانستان كې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يوناما د ملكي مرګ ژوبلې په اړه د ۲۰۱۱ م كال د لومړيو شپږو مياشتو په خپاره شوي راپور كې ويلي چې ملكي مرګ ژوبله د تير ۲۰۱۰م كال د همدې مودې په پرتله پنځلس فیصده زياته شوې ده.

د يوناما د بشر حقونو د څانګې مشره جورجيت ګنيون د ياد راپور د وړاندې كولو پرمهال خبريالانو ته وويل چې يوناما د 1462 ملكي وګړو مړينه ثبت كړې ده چې له دې جملې څخه 80 فیصده د دولت وسلوالو مخالفينو ته منسوب شوې ده.

جورجيت ګنيون ویلي چې له 2007 كال څخه را په دېخوا له كله نه چې يوناما په منظم ډول د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې ثبتول پيل كړي دي، د 2011 كال د می مياشت د 368 ملكي وګړو د مړينې له کبله تر ټولو مرګونې مياشت وه او د جون مياشت د يادې مودې په اوږدو كې تر ټولو زياته د ناامنۍ د پېښو او بمي بریدونو شاهده وه.

په ۲۰۱۱ کال کې د ملکي مرګ ژوبلې په برخه کې لويه پېښه چې تر ټولو زياته مرګ ژوبله یې درلوده، د ډسمبر په شپږمه نېټه په کابل کې د ابوالفضل زيارت ته څېرمه د عاشورا په مراسمو کې ځانمرګى بريد و چې په كې تر۶۰ زيات وګړي ووژل شول او شاوخوا ۱۳۰ نور ټپيان شول.

د دې برید مسؤلیت يوې پاكستانۍ ډلې لشكرجنګوي په غاړه اخیستی دی.

همدارنګه د ۲۰۱۱ کال د اخیري میاشتې په ۲۵مه نېټه په تخار ولايت كې د جنازې په مراسمو كې يو ځانمرګى بريد ترسره شو چې د ولسي جرګې د يوه غړي عبدالمطلب بيك په ګډون شل تنه ملكي وګړي په كې ووژل شول او پنځوس نوريې ټپيان كړل.

د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله

۲۰۱۱ میلادي کال نړیوالو ځواکونو په ځانګړې توګه امریکايي ځواکونو ته  هم له یو شمېر سختو مرګونو پيښو سره مل و چې يوه يې هم په میدان وردګو ولايت كې د ۳۱ تنو ځانګړو امريكايي سرتيرو وژل كيدل و.

د اګست د مياشتې په اتمه نېټه د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په تنګي سيمه كې د شپې عملياتو پرمهال د امريكا د ځانګړو ځواكونو يوه شينوك الوتكه د وسلوالو طالبانو له خوا په ډزو  راوغورځول شوه چې په دې پېښه كې د يو ژباړن او د ملي اردو د ۷ کمانډو سرتېرو سربيره ۳۱ تنه د امريكا د ځانګړو ځواكونو سرتيري ووژل شول.

بل بريد چې په دغه ميلادي كال كې د نړيوالو ځواكونو لپاره ډير مرګونى ګڼل كيږي، هغه په كابل كې د اكتوبر د مياشتې د ۲۹ مې نېټې بريد و.

دغه بريد د كابل په لويديځ كې د دارالامان په سيمه كې د يوه ځانمرګي له خوا ترسره شو او ديارلس تنه امريكايان یې ووژل.

د سپتمبر په يولسمه نېټه د وردګو په سيداباد ولسوالۍ كې د ميشتو امريكايي ځواكونو په پوځي اډه باندې د موټربم بريد د بهرنیانو لپاره د یاد کال بله سخته پیښه وه چې له کبله یې ۷۷ تنه امريكايي سرتيري ټپيان شول.

د سپتمبر په دیارلسمه نیټه د امريكا په سفارت او د ايساف په قومندانۍ وسلوال ډله ييز بريد د ۲۰۱۱ میلادی کال بله پیښه وه چې په رسنیو کې زیاته ګرمه شوه .

دغه بريد چې څو تنو د عبدالحق په څلورلاري كې د يوې لوړپوړيزې ودانۍ څخه د امريكا سفارت او د ايساف قومنداني په نښه كړي وو، شل ساعته يې دوام وكړ.

د ياد بريد په پايله كې د شپږو بريد كوونكو سربيره څلورتنه پوليس او څلور ملكي وګړي، ووژل شول او همداراز نهه تنه پوليس او اته تنه ملكي وګړي ټپيان شول.

د امنيتي ځواكونو او وسلوالو مرګ ژوبله

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي په ۲۰۱۱ ميلادي كال كې وسلوالو مخالفينو ته د درندې مرګ ژوبلې خبر وركوي.

عظیمي وايي چې د وري په مياشت كې د دښمن ۲۲۴ تنه وژل شوي او ۴۶۳ تنه يې ژوندي نيول شوي چې د ملي اردو د ځواکونو ځاني تلفات په دې مياشت كې ۳۷ تنه وو.

عظیمي وايي چې د غويي په مياشت كې ۲۶۶ تنه مخالف وسله وال وژل شوي او ۴۳۸ تنه يې اسيران وو چې د ملي اردو سرتېرو ته په دې میاشت کې تر ۳۰ پورې ځاني تلفات اووښتي دي.

جنرال عظيمي همداراز زياتوي چې دوى په ټوليزه توګه په ياده موده كې ۱۸۶۸ تنه وسلوال مخالفان وژلي او ۴۵۰۰ تنه یې ژوندي نیولي دي.

نوموړى همدارنګه زياتوي چې په دې موده كې ۵۲۴ تنه د ملي اردو سرتيري هم په بيلابيلو پيښو او عملياتو كې وژل شوي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا خپل لوري ته په دې اندازه مرګ ژوبله نه مني او وايي چې دوى په تير۲۰۱۱ ميلادي كال كې  د دولت پلوه ځواكونو پر ضد شاوخوا ۲۳ زره بريدونه ترسره كړي دي.

امنيتي وضعيت

که څه هم د ملي دفاع وزارت وايي چې  په ۲۰۱۱ ميلادي كال كې امنیتي وضعیت  د ۲۰۱۰ میلادي كال په پرتله ډير ښه وو خو د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون د دې سازمان امنيت شورا ته د خپل درې مياشتني راپور د وړاندې كولو پرمهال وويل چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د تير۲۰۱۰ کال د همدې مودې په پرتله په افغانستان کې د نا امنيو په پېښو کې په سلو کې ۲۱ زياتولاى راغلى.

خو په عین وخت کې په افغانستان كې ناټو ځواکونو وويل چې په همدې موده کې د دښمن له خوا په حملو کې په سلو کې اته کموالي راغلی دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون همداراز زياته كړه چې په ۲۰۱۱ ميلادي كال كې د نا امنيو د پېښو شمېر په متوسط ډول هره مياشت ۱۹۹۵ ته رسيږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA