ads

۲۰۱۱؛ د سپورټي بریالیتوبونو کال

د المپيک د ملي کمېټې چارواکي وايي چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په ترڅ کې یې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې په لسګونه لوبغالي رغولي او په  کور دننه او له هېواده بهر يې په سلګونه رسمي سيالۍ تر سره  كړې دي. د المپيک د ملي کمېټې وياند نجيب الله رحماني وايي چې […]

نویسنده: TKG
12 مرغومی 1390

د المپيک د ملي کمېټې چارواکي وايي چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په ترڅ کې یې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې په لسګونه لوبغالي رغولي او په  کور دننه او له هېواده بهر يې په سلګونه رسمي سيالۍ تر سره  كړې دي.

د المپيک د ملي کمېټې وياند نجيب الله رحماني وايي چې په ۲۰۱۱ كال په کابل کې د بوکس د جمنازيوم کار بشپړ او شترنج، ټينېس، جدو، ووشوو، جمناستيک او وزن پورته کولو په برخه کې د سيالیو لپاره هر رازاسانتياوې برابرې شوې دي.

له نورو سيمو کابل ته د تګ پرمهال د ۱۵۰ لوبغاړو لپاره د يوه مېلمستون جوړول، دغه شان ښځېنه لوبغاړو لپاره پر يوه جمنازيوم کار پېل شوى چې په خبره يې په يوه وخت د ۲۵۰۰ لیدونکو د خوندي کولو وړتیا لري.

وياند رحماني داهم وايي چې په ۲۰۱۱ کال يې حضوري چمن بيا رغولى چې مختلفې لوبې په کې ترسره او په يوه وخت په کې زرګونه نندارچيان ځاييږي.

د نوموړي په خبره چې په دې چمن دوه مليونه او۳۰۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.

دغه شان ۲۱۵ بېلابېل مډالونه هېواد ته راوړل شوي چې د المپيک د ملي کمېټې يوه لاس ته راوړنه بلل کېږي.

رحماني زياتوي چې په دغه کال يې په بېلا بېلو سياليو کې اتلولي او په ځينو نورو کې يې دويم مقامونه خپل کړي دي.

د يادې سرچينې په خبره دوی خپله پراختيايي بودجه ( ۲۰۰ زره ډالره) ټوله مصرف کړې ده: (( بله هم عادي بودجه وه چې څلورمليونه ډالره وه، يو څه برخه يې پاتې او په څو مياشتو کې به هغه هم ولګوي.))

د المپيک د ملي کمېټې وياند وايي چې په کور دننه ډيرې رسمي لوبې شوي چې شمېر يې نه دى معلوم، دغه شان د سلو په شاوخوا کې يې په بهرنيو رسمي سياليو کې ګډون کړى چې په ګڼو کې ښې لاس ته راوړنې لري.

د رحماني په خبره ستونزې يوازې د بودجې په برخه کې لري، خوهيله ده چې په راتلونکې کې ياده ستونزه هم اواره شي.

د كابل ترڅنګ په نورو ولايتونو كې هم د لوبو په ډګر كې ډېرې لاس ته راوړنې ترسترګو کېږي.

د ننګرهار د ورزش امر شفيق الله صادقي وايي چې د امريکا د سفارت په مالي لګښت يې د بهسودو پله ته څېرمه په عبدالحق بڼ کې د کرکټ، والیبال او باسكټبال لوبو لپاره يو لوى میدان تر کار لاندى دى، خو مالي لګښت يې ونه ښوده.

صادقي زياته كړه : (( د ۲۰۱۱ کال تر پایه په ختيځ كې شاوخوا ۱۵۰ مختلفې لوبې سیالي ترسره شوې دي.))

د ورزش امرصادقي دا هم وايي چې په ننګرهار كې پخوا د بېلا بېلو لوبو لپاره درې لوبغالي وو، خو په خبره يې چې استفاده ترې نه کېده او په تېر يو کلن بهير کې يې رغولي او د لوبو لپاره يې چمتو کړي دي.

 

د صادقي په خبره، يوازې د رامپاپ په نوم موسسې د کرکټ، فوټبال، واليبال او تکواندو په برخه کې ورسره مرستې کړي دي، خو دوى تمه ښيي چې ځينې نورې ادارې به هم ورسره د مرستو لړۍ پېل کړي.

 

په ختيځ زون کې د کرکټ بورډ مشر قرارعزيزي وايي چې په ۲۰۱۱ کال کې د ننګرهار ولايت په غازي ا مان الله شاه ښار ګوټي کې په ۳۵ زره جريبه ځمکه کې د کرکټ يو لوبغالى چې څه کم دوه مليونه ډالره لګښت پرې راغلى او د اته مياشتو په اوږدو کې جوړ شوى ګټې اخيستنې ته سپارل شوى دى.

 

عزيزي دا هم وويل چې څو ورځې وړاندې يې په دغه ولايت كې د كركټ بورډ په مرسته نويو ځوانو لوبغاړو ته يو ورکشاپ جوړ کړى و چې لوبغاړي د کرکټ له قوانينو او اخلاقو خبر کړي.

 

نوموړي زياته كړه: (( په ۲۰۱۱ كال كې د کونړ کرکټ لوبډلې په پاکستان کې د راشد لطيف او ځينو نورو اکاډميو سره درې لوبې وکړې چې د دې لوبواتلولي يې خپله کړه.))

 

په خوست كې هم د سپورټ چارواكي په تېرو لسو كالو كې ۲۰۱۱ كال د پام وړ ارزوي او وايې چې په دې كال کې يې ډېرې لاس ته راوړنې درلودې.

 

د ياد ولايت د المپيک امر عزيز ملنګ وايي چې په خوست کې سپورټ په لسو کلونو کې او په ځانګړي ډول په دا تېر ۲۰۱۱ كال کې  د پام وړ پرمختګونه كړي چې د ده په وينا، له دې كبله د لوبغاړو په شمېر كې هم زياتوالى راغلى دى.

 

نوموړى زياتوي چې په خوست کې د سپورټ۱۰۰ فدراسيونونه شته چې له ډلې يې د شمشير بازۍ، ځغاستې، کبړي او بايسکل ځغلوني فدراسيونونه په روان کال کې جوړ شوي او په نږدي وخت کې به د جمناستيک فدراسيون هم جوړ شي چې د دې لپاره يې يو ښه  تکړه استاد هم پيدا کړى دی.

د ملنګ د معلوماتو پر اساس، په دې ۱۰۰ فدراسيونونو کې د ټولو لوبغاړو شمېر د ۳۵ زره په شاوخوا کې دى او د دې ترڅنګ يو شمېر ځوانان په کليو او بانډو کې د سپورټ په بېلا بېلو برخو کې په ورزش بوخت دي.

 

ملنګ زياتوي چې دوى د دې لوبغاړو لپاره په خوست او په نورو اړونده ولايتونو كې د سپورټ مينه والو ته د مختلفو سياليو زمينه  برابره او په تېرکال کې د زون په کچه دوه ځلې اتلولي خپله كړې وه.

 

د خوست د المپيک امر ملنګ وايې چې په تير میلادي کال کې يو ستر كار د خوست سټډيوم و چې۵۵ مليونو افغانيو په لګښت جوړى شوى دى.

 

د ده په وينا، دا د هېواد د ملي المپيک کمېټې په مرسته جوړ شوى دى چې په څنګ كې يې د هاکې، کبړي، باسکيټبال لپاره هم ميدانونه جوړ کړي دي.

 

كندهار هم د هېواد په كچه يو له هغو ولايتونو دى چې د سپورټ لپاره وړ هوا او ډېر لوبغاړي لري، په دې ولايت كې د سپورټ امريت مرستيال مديرآغا وايي په ۲۰۱۱ کال کې يې د نورو لاس ته راوړنو ترڅنګ د کندهار ښار په کابل هډه کې د فوټبال  لپاره يو ورزشي ميدان چې ۸۰ جريبه ځمکه  په بر كې نیسي، د جوړېدو كار پيل كړى دى.

 

دغه راز په دې ولايت کې ٢١ بېلا بېلې رشتې په ورزشي امريت کي ثبت دي چې په فوټبال رشته کې پر کلني ولايتي ټورنمينټ سربيره دوه د جنوب لوېديځې حوزې په کچه د منتخبو فوټبال لوبډلو سيالۍ، كابل ته د لوبغاړو د ټاکلو په هدف  ترسره شوې دي چې لوبغاړو ته ورزشي لباسونه هم په کي وويشل شول.

 

د نوموړي په وينا، د بدني ښکلا په برخه کې په لسګونه سيالۍ د ولايت او زون  په کچه تر سره كړي دي او د کلبونو ترمنځ په خصوصي توګه د ورزش په نورو څانګو  کې يې هم بېلا بېلې ولايتي سيالۍ تر سره كړې دي.

 

خو په كندهار او اړونده ولايتونو كې لوبغاړي له مركزي دولته شكايت لري چندان د پام وړ مرستې یې ورسره نه ده کړي.

 

بلخ هم يو له هغو ولايتونو څخه و چې په تېر میلادي كال کې د يوه ښكلي لوبغالي په جوړېدو ونازول شو او له دې سره يې د سپورټ په برخه كې ګڼې ستونزې اوارې شوې.

 

د بلخ ولايت د سپورټ آمر محمد ابراهيم عثماني وايي چې په ۲۰۱۱ كال كې يې پر ۱۴ جريبه ځمکه، د ۲۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د کرکټ د لوبې لپاره يو لوبغالى جوړ كړى دى.

 

د نوموړي په وينا، دا لوبغالى په نړيوالو معيارونو برابر جوړ شوى او مالي لګښت يې د يو، اس، آى، ډي او المپيک ملي کمېټې لخوا په ګډه ورکړل شوى دى.

 

عثمانې دا هم وايي چې د فوټبال لپاره يو ورزشي سټډيوم چې اوسمهال پرې کار روان دى او يوه وخت کې د ۱۸ زره نندارچیانو د ځایولو ظرفیت لري، د اميري پارک په سيمه کې د ۸۰ مليونه افغانيو په ارزښت جوړيږي.

 

د بلخ ولايت د المپيک د رئيس  په خبره، د يو سر تړلي ډګر ( جمنازيوم )  کار د يو ميلون ډالرو په  لګښت د المپيک د رياست او د جرمني هېواد د سفارت په مرسته، تر كار لاندې دى.

 

د نوموړي د څرګندونو له مخې دوى په كال كې دوه ځلې د لوبو سيالۍ جوړوي چې په دې سياليو كې د فوټبال، واليبال، شترنج، د ميز د سر ټينس، د کورش لوبه، بزکشي، تکواندو، کانګفو او يو شمېر نورو ورزشي څانګو کې تر سره کېږي.

 

د بلخ ولايت د المپيک رئيس په تېر يو کلن بهير کې په ياد شوي ولايت کې د سرخلاصو  او سرپټو ورزشي ډګرونو نشت هغه ستونزه په ګوته کړه چې له كبله  يې دوى په دې نه دي توانيدلي هغه ورزشي پروګرامونه چې دوى په پلان درلودل په ښه بڼه تر سره کړي واى.

هغه وايي، د هيواد په څلورو شمالي ولايتونو، سمنګان، جوزجان، سرپل او فارياب کې هم د بلخ په څير د ورزشي ډګرونو د نشت ستونزه موجوده وه، خو دوى د سياليو د ترسره کولو پر مهال له يادو شويو ولايتونو سره اړينه مرسته کړې ده.

 

په بلخ ولايت کې د کرکټ د منتخبې لوبډلې غړى هلال احمد وايي چې په تېر میلادي كال کې  د کرکټ د ډګر لوبغاړو په خاورينو ډګرونو کې ورزشي تمرينات تر سره کول، خو اوس مهال چې دوى ته د کرکټ يو نوی ډګر په واک کې ورکړل شوى، نو دوى کولى شي چې معياري تمرينات تر سره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA