۲۰۱۱ میلادي کال د افغانستان لپاره د پوځي، اقتصادي او نورو بدلونونو او پرمختګونو تر څنګ مهم سیاسي بدلونونه، لاسته راوړنې او ستونزې هم له ځانه سره درلودې.
د لانجمنو انتخاباتو په پایله کې د پارلمان لانجمنه پرانسته او د پارلمان جنجالونه، له پاکستان سره د سولې ګډ کمسیون، د سولې د عالې شورا هڅې، پرمختګونه، ناکامۍ او د دې شورا د مشر پروفیسر برهان الدین رباني وژنه، ورسره د ۲۰۱۱ کال په پای کې له طالبانو سره د امریکایانو مذاکرې او طالبانو ته په قطر کې د سیاسي دفتر په جوړولو موافقه، مهم موضوعات برېښي.
دغه راز د افغانستان په اړه د کابل کنفرانس، لیسبون او استامبول کنفرانس، دویم بن کنفرانس او له دې وروسته بیا په امریکا کې د افغانستان په اړه د شکاګو کنفرانس هم د پام وړ دي.
له تروریزم سره په جګړه کې د امریکایانو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د اسامه وژل کېدل، د افغانستان او پاکستان په پوله د ناټو ځواکونو په هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني پوځیانو له منځته تلل او له دې راوروسته د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو خرابېدل، له هند سره ستراتیژیک تړون، عنعنوي لویه جرګه او د امریکا، فرانسې او اروپایي اتحادیې سره د ستراتیژیکو تړونونو روانې خبرې، ټول هغه څه دي چې په ۲۰۱۱ کال کې برخلیک ټاکونکي ګڼل شوي دي.
د ۲۰۱۱ کال د سیاسي پېښو او بدلونونو په اړه د سیمه ییزو مطالعاتو د دفتر مشر او سیاسي شنونکی عبد الغفور لېوال وايي چې دا کال د لاسته راوړنو او له لاسه ورکولو کال و.
نوموړی وايي: (( رښتیا هم ۲۰۱۱ کال د افغانستان لپاره د سیاسي بدلونونو په حیث مهم و، خو په دې کال کې یو شمېر قضایاوې په سیمه ییزه او نړیواله کچه روښانه شوې، تر څنګ یې لویه برخه سیاستونه ابهام ته هم لاړل.))
د حقوقي چارو کارپوه او سیاسي شنونکی عبد الستار سعادت هم فکر کوي چې ۲۰۱۱ کال د افغانستان لپاره په خارجي سیاست کې ښې لاسته راوړنې درلودې، خو تر څنګ یې په کور دننه ستونزې هم ډېرې وې.
نوموړی وايي: (( د افغانستان موجوده نظام په ۲۰۱۱ کال کې د لاسته راوړنو او ستونزو مجموعه وه.))
سعادت زیاته کړه چې د سولې، بیا رغونې، روغتیا او پوهنې په برخو کې ستونزې لا هم ډېرې دي چې په دې کال کې یې هم د پام وړ بدلون نه دی موندلی.
لانجمن انتخابات
په ۲۰۱۱ کې د ولسي جرګې لانجمن انتخابات، د درغلیو تورونه، د ځانګړې محکمې جوړېدل او په پایله کې له ولسي جرګې څخه نهه تنه ویستل او پر ځای یې نور راوستل هغه څه و چې د منتخب پارلمان ډېر وخت په همدې لانجو تېر شو.
د سیاسي چارو ځینې شنونکي وايي چې له درغلیو څخه ډکو انتخاباتو او د پارلمان او دولت تر منځ جنجالونو او ناندریو د افغانستان خلک په انتخاباتو بې باوره کړي دي.
خو په انتخاباتو او د انتخاباتو په پایلو کې د دغو ټولو ستونزو په اړه د حقوقي مسایلو کارپوه او د ژورناليستانو څخه د ملاتړ ټولنې سفما مشر ضیا بومیا وايي چې دغه جنجالونه د ډموکراتیکو پروسو یوه ځانګړ تیا ده او دې ته باید په مثبت نظر و کتل شی.
بومیا وايي:(( په پارلماني ټاکنو کې دا سمه ده چې درغلۍ وشوې او د نړۍ او سیمې استخباراتي حلقاتو او شبکو په کې لاسوهنې وکړې، خو کله چې نتیجه اعلان شوه، د ملت له نیوکو سره مخامخ شوه، د خلکو افکار سره سازمان یافته شول او د دې سرنوشت په اړه یې سپیناوی وغوښت چې بلاخره نسبي عدالت تامین شو.))
جمهور رئیس حامد کرزي هم د لانجمنو انتخاباتو په اړه په وروستیو کې خبریالانو سره په خبرو کې و منله چې انتخابات لانجمن او له ستونزو ډک و، خو زیاته یې کړه چې په راتلونکو انتخاباتو به منفي اغېز ونه کړي.
د کرزي په وینا راتلونکي انتخابات به د تېر په پرتله کمې ستونزې ولري او خلک به په لوړه کچه برخه په کې واخلي.
له انتخاباتو ورهاخوا په ۲۰۱۱ کال کې د ډېرو سیاسي ګوندونو او ایتلافونو جوړېدل هم ډېر ولیدل شول، چې د هېواد په کورني سیاست کې د بدلون معنی ورکوی.
د سیمه ییزو مطالعاتو د دفتر مشر او سیاسي شنونکی عبدالغفور لېوال په دې اړه وايي: (( په دې کال کې ډېر سیاسي ګوندونه او ايتلافونه رامنځته شول، سیاسي څېرې ژر ژر له یوه ايتلاف نه بل ته واوښتې او د افغانستان د سیاسي انډول موازنه یې بدله کړه.))
د سولې خبرې
بله مسئله په ۲۰۱۱ کال کې د سولې د خبرو اترو پیل او له مخالفو وسله والو سره د مذاکراتو ابتکار و چې په همدې کال کې د سولې لپاره د پاکستان او افغانستان ګډ کمسيون او د سولې عالي شورا جوړه شوه او طالبانو ته د یو ښکاره ادرس د پیدا کولو هڅې پیل شوې.
د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په ۴مه نېټه د سولې د عالي شورا د هڅو په لړ کې د برهان الدین رباني په مشرۍ یو پلاوی اسلام آباد ته ولاړ چې هلته یې د پاکستان له جمهور رئيس آصف علي زرداري، لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني او نورو دولتي او پوځي چارواکو سره وکتل او په دواړو هېوادونو کې یې د سولې د ټینګښت په اړه خبرې وکړې.
د استاد رباني په مشرۍ د سولې د عالي شورا هڅې او فعالیتونه پرته له کومې ښکاره لاسته راوړنې تر هغې روان و چې د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په ۲۰ مه استاد رباني په خپل کور کې د یو ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.
د رباني له وژل کېدو وروسته د سولې خبرې په ټپه و درېدې او جمهور رئیس حامد کرزي اعلان وکړ چې له دې وروسته به د طالبانو پر ځای له پاکستان سره مذاکرات کوي.
خو دا دی اوس د همدې کال په پای کې د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ د مخامخ مذاکراتو او د طالبانو لپاره په قطر کې د سياسي نمایندګۍ خبرونه تاوده شول چې افغان حکومت هم د طالبانو د سیاسي نمایندګۍ له فعالیت سره موافقه ښودلې ده.
د سیمه ییزو مطالعاتو د دفتر مشر عبدالغفور لېوال وايي چې په ۲۰۱۱ کال کې د سیاسي بدلون په حیث له مخالفینو سره د سولې مسئله یادولی شو چې له افغاني چوکاټ نه بین المللي چوکاټ ته داخله شوه: (( روانه قضیه او د دې سیمې ستونزه یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي، دا مسئله له افغاني چوکاټ نه ووته او بین المللي چوکاټ ته ننوته.))
لېوال وايي چې اوس په ښکاره ډول امریکایانو او اروپایانو هلې ځلې پیل کړي چې د خبرو اترو او مصالحې ابتکار را خپل کړي چې د لېوال په وینا دا د نړیوالې ټولنې په سیاستونو کې د بدلون یو لوی کږلېچ دی.
كنفرانسونه
په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان لپاره د څو کنفرانسونو جوړېدل هم مهم دي، کارپوهان هم د ۲۰۱۱ کال بله لاسته راوړنه د افغانستان په اړه پرله پسې کنفرانسونه ګڼي، کابل، لیسبون او استامبول کنفرانسونه، ور پسې د بن دویم کنفرانس او له دې وروسته د امریکا په متحدو ایالتونو کې د شکاګو کنفرانس لپاره تیاري.
د راپورونو له مخې د امریکا په شکاګو کې به دغه کنفرانس د ۲۰۱۲ کال په می کې جوړ شي، امریکايي مطبوعاتو لیکلي چې متحده ایالات به په دې کنفرانس کې د افغانستان لپاره خپل پلان اعلان کړي.
د سفما مشر او سیاسي شنونکی ضیا بومیا د افغانستان په اړه د جوړو شویو کنفرانسونو په اړه وايي؛ که څه هم چې د افغانستان په اړه د کنفرانسونو ځینو کوربنو هېوادونو هڅه کوله چې د نړۍ د سیاسي مدیریت په لوی پلان کې ځان شامل وښيي او په سیاسي برخه کې د ځان لپاره لاپې وکړي خو بیا هم دې کنفرانسونو د افغانستان لپاره خپلې ګټې درلودې.
بومیا زیاتوي: ((دې کنفرانسونو یوه نړیواله شو هم درلوده، خو بیا هم د افغانستان لپاره ګټور و چې په بن کنفرانس کې تر ټولو په لویو مسئلو بحث وشو.))
عبدالغفور لېوال هم په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په اړه د ډېرو کنفرانسونو د جوړېدو مسئلې ته د دې کال د سیاسي لاسته راوړنې په سترګه ګوري، خو د دې کنفرانسونو سمبولیک اړخ ته هم اشاره کوي.
لېوال وايي چې دویم بن کنفرانس ښې لاسته راوړنې درلودې، خو د استامبول کنفرانس بیا هغومره نه و.
خو د دې تر څنګ غفور لېوال د امریکا په شکاګو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکی کنفرانس تر ټولو مهم بولي او د دې کنفرانس په اړه وايي:(( شکاګو مهم کنفرانس دی، ځکه هلته د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د دوام یا نه دوام په اړه ټاکلې ده چې پرېکړه وکړي.))
لېوال وايي، شکاګو کنفرانس به ټاکونکې پرېکړه وکړي چې ناټو هېوادونه به په افغانستان کې څه ډول حضور ولري، څه ډول به دغه حضور تعرفیږي او تر څه وخته به وي.
ستراتیژیک تړونونه
د دې ټولو تر څنګ د سیاسي چارو کارپوهان په ۲۰۱۱ کال کې عنعنوي لویه جرګه او د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه د دې کال د لویو لاسته راوړنو په حیث مهم بولي.
که څه هم چې له هند سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون د پاکستان د خپګان او د دې هېواد د همکاریو د ځنډېدو سبب وګرځېد، خو د کارپوهانو په باور، له هند سره د افغانستان اړیکې خورا اهمیت لري.
له هند سره د تړون په اړه، احمد ضیا بومیا وايي:(( پاکستان دې داسې فکر نه کوي چې د افغانستان او هند ستراتیژیکه ملګرتیا به په دې مفهوم وي چې په پاکستان کې د ځینو مسئلو د ایجاد سبب شي، دا یو وهم دی چې پاکستانیانو ته ایجاد شوی.))
د امریکا له متحدو ایالتونو سره د ستراتیژیک تړون او د اړیکو د څرنګوالي په اړه رابلل شوې دوديزه لویه جرګه او ترڅنګ یې د فرانسې، اروپایي اتحادیې او نورو هېوادونو سره د ستراتیژیکو تړونونو په اړه روانې خبرې، د افغانستان او نړۍ تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړونونو هغه لړۍ ده چې په همدې ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

