دا مهال په هېواد کې ١٢٥٠٠ ښوونځي او اسلامي مدرسې شتون لري، چې ٧،٣ ميليونه زده کوونکي، چې ٣٨ فيصده يې نجونې جوړوي پكې په زده کړه بوخت دي. په ښوونځيوکې د ښې زده کړې په هدف د زده کوونکو لپاره تر ١٩٠٠٠٠ ښوونکي هم په دندو ګمارل شوي دي.
ددې ترڅنګ د هېواد په ٣٢ ولايتونو کې ٩٨ تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټونه او ښوونځي شتون لري، چې څه کم ٢٦.٠٠٠ زده کوونکي لري او له دې جملې څخه يې ١٦ په سلو کې نجونې دي. ددغو زده کوونکو لپاره د پوهنې وزارت له لوري ١٢٠٠٠ ښوونکي په دندو ګمارل شوي دي.
د پوهنې وزارت د پوهنې په برخه کې دغه شمېره د تېرو نهو کلونو په پرتله ډېره لوړه ښيي. ددې وزارت د چارواکو په وينا، په تېرو نهوکلونو کې يې په ټول هېواد کې يوازې ٣٠٠٠ پرانيستي ښوونځي درلودل، چې يو ميليون زده کوونکو پكې زده کړه کوله ، خو اوس سره له دې، چې د زده کوونکو او ښوونځيو شمېره ډېره شوې په دې هم توانيدلي دي، چې پنځه سوه زره تنه زده کوونکو ته، چې ٥٨ فيصده يې نجونې جوړوي، په ٢١٠٠٠ کورسونو کې د زده کړې زمينه برابره کړي.
د پوهنې وزارت وياند امان لله ايمان په دې اړه وايي:(( که څه هم دا مهال د ٤٥ زده کوونکو لپاره يو ښوونکى موږ ټاکلى ، خو بيا هم ٣٨ په سلو کې ښوونکي مسلکي شوي دي، چې دا ډېره لوړه شمېره ده.))
جنوب لوېديځه حوزه، چې وخت ناوخت ورڅخه د ناامنۍ، د ښوونکو او زده کوونکو د ګواښنې او د ښوونځي سوځونې راپورونه ورکول کېدل، دا ځل د يادې حوزې د مرکز کندهار ولايت د پوهني مسوولين تېر٢٠١١ ميلادي کال د پوهنې په برخه کې له لاسته راوړنو څخه ډک بولي. د دوى په وينا، د تېرو کلونو په پرتله اوس ددې حوزې اوسېدونکي له ښوونې سره زياته لېوالتيا ځکه ښيي، چې څه ناڅه امنيت ډاډمن شوى دى. د کندهار ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي ، چې په تېر ٢٠١١ ميلادي کال کې په دې ولايت كې د ٣٦٠٠٠ په شاوخوا کې زده کوونکو داخله کړې، چې له دې جملې څخه يې ١٠٠٠٠ تنه نجونې دي. دوى همدارنګه زياتوي، چې د ٢٨٥ ښوونځيو له جملې څخه چې د ناامنۍ له كبله تړل شوي وو، ١٠٠ يې بېرته پرانيستل شوي او دامهال پكې زده کوونکو ته زده کړه ورکول کېږي، چې ټولټال د کندهار ولايت د زده کوونکو شمېر نژدې ٢٥٠٠٠٠ تنو رسيږي.
دکندهار ولايت د پوهنې رياست د مطبوعاتومسوول انجنير حاجي عبدالبصير مجددي وايي، دا مهال په ټول كندهار کې ٤٣٥ ښوونځي او ٤ دارالمعلمين شتون لري، چې ټول فعاله او زده کوونکي پكې په زده کړه بوخت دي: (( سربېره پردې، چې په ښار کې مو زيات شمېر مسلکي ښوونکي په دندو ګمارلي، ولسواليو ته مو هم ځيني ليسانس ښوونکي، چې ښه معاش ورکول کيږي استولي دي، چې دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.))
په ورته ډول د لوېديځ زون چارواکي هم د پوهنې وزارت د چارواکو هغه خبره، چې په وينا يې تېر ٢٠١١ ميلادي کال د زده کړې په برخه کې له لاسته راوړنو ډک و، تاييدوي او وايي، چې دا مهال په هرات ښار کې ٨٠٠ او د دې ولايت په ولسواليو کې ١٥ ښوونځي شتون لري، چې ورسره هم مهاله ٨٠ خصوصي ښوونځي هم فعاله دي. د هرات ولايت د پوهنې رئيس کامران تقوى وايي، دا مهال ٨٠٠ زره زده کوونکي، چې ٤٨فيصده يې نجونې جوړوي د ١٦٠٠٠ ښوونکو له لوري ورته په دې ولايت كې په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکول کيږي.
د ختيځ زون چارواکي هم د پوهنې په برخه ځان ترچا کم نه بولي. د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي، ٧٨٥ بابه ښوونځي لري، چې شپږ سوه زره زده کوونکي پكې په زده کړو بوخت دي او ۴۰ فيصده يې ښځينه دي.
د دې ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د يادو زده کوونکو لپاره يې ١٣٠٠٠ ښوونکي په دندو ګمارلي دي، چې ٤٠ فيصده يې مسلكي دي.
ددې رياست چارواکي همدارنګه وايي، چې ددې ولايت په ولسواليو کې يې شاوخوا ٣٠٠ هغه ښوونځي، چې سرپناه يې نه درلوده، هم جوړ کړي او دا مهال يې د دوى په وينا، د زده کوونکو پرمخ پرانيستي دي. د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وياند محمداصف شينوارى وايي: (( په ټوليز ډول ٧٨٥ ښوونځي لرو، چې په دې کې ديني مدرسې، دارالحفاظونه او داسې نور شامل دي، چې ٦٠٠ زره زده کوونکي پكې په زده کړه بوخت دي. ))
د شمال زون اوسېدونکي بې له کوم ډار او بېرې،د امن په فضا کې ښوونځيو ته ځي او زده کړې کوي. دغه خبره د شمال زون مرکز ( بلخ ولايت ) د پوهنې رياست چارواكو له كليد سره په ځانګړې مركه كې وكړه.
د دوى په وينا، په تېر٢٠١١ ميلادي كال کې ددې ولايت د پوهني رياست چارواکي وتوانېدل، چې د ښوونځيو شمېره ٥٣١ ته لوړه کړي، په داسې حال کې، چې ٢٤ ديني مدرسې هم فعاله دي او زده کوونکي پكې زده کړې کوي.
ددې ولايت چارواکي دزده کوونکو شمېره ډېره لوړه ښيي او په وينا يې هغه زده كوونكي، چې په دې ولايت کې په زده کړه بوخت دي، شمېره يې تر پنځه سوه زره هم اوړي، چې ۴۰ په سلو كې يې ښځينه دي.
دوى همدارنګه زياتوي، دغو ټولو زده کوونکو ته د١٣٥٥٠ ښوونکو له لوري زده کړې ورکول كېږي، چې ٤٦٦٠ تنې يې ښځينه ښوونکې دي.
په دې اړه د بلخ ولايت د پوهنې رئيس وايي:(( تر٥٣١ بابه زيات ښوونځي په دې ولايت کې شتون لري، چې تر٥٠٠ زره يې د زده کوونکو شمېره اوړي.))
بلخوا د کابل ولايت د يوه ښوونځي ښوونکي سعدالله، چې نه يې غوښتل د ښوونځي نوم يې په ډاګه شي، وويل، نه يوازې داچې زيات شمېر ښوونکي غير مسلکي دي، بلكې امنيت هم د ډاډ وړ نه دى او په زياته کچه ښوونکي په ځانګړي ډول ښځينه ښوونکې او زده کوونکې مو زړه نه ښه کوي، ترڅو ښوونځيو ته د زده کړې لپاره ولاړې شي:(( تر ټولو لويه ستونزه دا ده، چې د ناامنۍ له كبله اوس زيات شمېر ښوونکي په روحي تکليفونو اخته شوي دي، په ځانګړي ډول ښځينه ښوونکې.))
دچارو يو شمېر شنونکي هم د چارواکو يادې وينا ته چې ګواکې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره ښوونې او روزنې په بېساري ډول پرمختګ کړى، دشک په سترګه ګوري، هغه ځکه چې دا مهال زيات شمېر سيمې شته، چې د ناامنۍ له كبله په كې زده کړه په بشپړ ډول په ټپه درېدلې. د چارو شنونکي په ځانګړي ډول ګوته لويديځو ولايتونو ته نيسي، چې په وينا يې په كې تر ډېره د زده كړې فرهنګ نشته، امنيت نشته، ښوونځي سوځول کېږي او کوم ښوونځي چې دا مهال فعال دي، په هغو کې نه خو مسلکي ښوونکي شته او نه هم بشپړ کتابونه، چې زده کوونکي دې ورڅخه ګټه پورته کړي.
استاد قرآنمل او نورنواز پياوړى هغه کسان دي، چې په دې اړه يې راسره خپل نظرونه شريک کړي دي.
استاد قرآنمل وايي:(( موږ بايد د ښوونځيو شمېره په نظر کې ونه نيسو، موږ يې بايد کيفيت ته پام وکړو، يو ښوونځى دې وي، خو باکيفيته دې وي.))
بلخوا نورنواز پياوړى داسې وايي:(( معلومه خبره ده، چې دا مهال په زيات شمېر کې سوځېدلي او تړلي ښوونځي لرو، خو چارواکي يې د ځان د سپيناوي په سبب شمېره زياتوي. ))
د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان هم د پوهنې په برخه کې يادې ستونزي تاييدوي، خو وايي د کتابونو کمښت په ښوونځيو کې ډېر کم ليدل کيږي، چې په وينا يې، دا ستونزه به هم ډېر ژر هواره شي:(( په ښوونځيوکې دکتابونو کمښت له صفر سره برابر دى، خو بيا هم که چيرې د هغه ولايت د پوهنې چارواکي را څخه غوښتنه وکړي، موږ يې ورته رسوو. ))
نوموړي همدارنګه د مسلکي ښوونکو د نشتون په اړه وويل، چې لس كاله وړاندې يې د مسلكي ښوونكو شمېر يوازې ٢٠٠٠٠ تنه وو، خو اوس دده په وينا، توانېدلي دي، چې ٣٨ په سلو کې مسلکي ښوونکي په ښوونځيوکې په دندو وګماري.
دا مهال په ټول هېواد کې د٧٠٠٠ په شاوخوا کې ښوونځي ودانۍ نلري، چې له كبله يې څلور ميليونه زده کوونکي د زده کړې له نعمت څخه بې برخې پاتې دي.
د رپوټونو له مخې، له کابل پرته په پاتې نورو څلورو زونونو کې د پوهنې په اړه تر ټولو زيات کار لويديځ زون هرات ته شوى دى. په ياد ولايت کې ٨١٥ ښوونځي فعاله دي، چې اته سوه زره زده كوونكي پكې زده كړې كوي.
په دويم قدم کې ختيځ زون، چې بېلګه يې د ننګرهار ولايت ښودلاى شو٧٨٥ فعاله ښوونځي او شپږ سوه زره زده کوونکي لري.
په درېيمه درجه کې د شمال زون پوهنې ته زيات کار شوى، چې يوازې بلخ ولايت ٥١٣ فعاله ښوونځي او ٥٠٠٠٠٠ زده کوونکي لري.
د پوهنې په برخه کې ورستى يا څلورم زون جنوب لويدځ زون دى، چې په مرکز کندهار کې يې ٤٣٥ ښوونځي فعاله دي او نژدې ٢٥٠٠٠٠ زده کوونکي لري.
بايد وويل شي، چې په دغه زون کې له ډېرو ناامنيو سره سره بيا هم په ٢٠١١ ميلادي کال کې ډېر پرمختګ شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

