وروستۍ لسيزه د هېواد په کچه په هره برخه کې د بدلونونو شاهده وه، د رغنيزو چارو د ترسره کېدو تر څنګ په نظامي او ملکي ادارو کې د پام وړ بدلونونه راغلل، ډېر افغانان له عصري علومو او نوې ټيکنالوژۍ سره بلد شول، خو لا هم له نورې نړۍ سره د سيالۍ ډګر ته د رسېدو په لاره کې پرېمانه ستونزې په مخ کې دي، چې هواری یې پرله پسې کار او هڅو ته اړتیا لري.
په دې لسيزه کې د لوړو زده کړو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او موسېسو شمېر د تاريخ له هرې دورې زيات شوی او د لا زياتېدو په حال کې دی.
په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره د لوړو زده کړو بنسټ په (۱۳۱۱) لمریزهجري کال د لړم مياشتي په لومړۍ نيټه په کابل ښار کي کېښودل شو.
د دغه کار لومړی پيل، چې د طب په نوم له یوه پوهنځي وشو، د يو ترکي متخصص پروفيسور ډاکټر رفقي کامل بيګ تر لاس لاندي (۸) تنو استادانو پيل کړ.
وروسته د لوړو زده کړو دغه مؤسېسه په ۱۳۲۵كال د يونيسکو په شنه کتاب کې رسماْ وليکل شوه او له دې سره یې په نړیواله کچه، د افغانستان د پوهنتون نوم خپل کړ.
له هغه وخته، چې افغانستان د نورې نړۍ پرمختللو هېوادونو په کتار کې د پوهنتون په نوم د لوړو زده کړو موسسه لرله، تر دې وخته نږدې اتیا کاله تېرېږي او په دومره موده کې د نړۍ یو شمېر هېوادونه له سره جوړ شول او د پرمختګ ډېر مزل یې هم وواهه، خو په دغه هېواد (افغانستان) کې د څو لسیزو جګړو، دا او د دې ترڅنګ نور ټول پرمختګونه، له ځنډ، خنډ او آن ورکېدو له ګواښ سره مخ کړل.
لکه څنګه مو، چې وړاندې وویل، په وروستۍ لسیزې كې د حکومت او نړیوالو په مرسته په دې برخه کې ډېر څه وشول، سره له دې، چې د کیفیت او کمیت له لحاظه به لا هم د ډېرو د قناعت وړ نه وي.
دا مهال په ټول هېواد کې ۱۷ دولتي پوهنتونونه او شاخوا ۹ د لوړوزده کړوموسېسې د دولت په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې په کې د شاوخوا۳۲۰۰ استادانوله خوا نېږدې ۸۰۰۰۰ تنه محصلین زده کړې کوي او په دې شمیر کې تقریباً ۱۱ زره تنه یې سږکال له بېلابېلو پوهنځیو فارغ او د فارغېدو په حال کې دي.
پر دې سربېره، دا مهال د لوړوزده کړو وزارت د معلوماتو پر اساس د هېواد په مرکز او ولایتونو کې، د لوړو زده کړو ۵۲ خصوصي مؤسېسې هم فعالیت کوي، چې د ۱۱ سوو استادانو لخوا پکې نېږدې ۴۵ زره محصلینو ته د فیس په بدل کې زده کړې ورکول کېږي.
یعنې دا مهال ټولټال په ټول افغانستان کې ۷۸ پوهنتونونه اود لوړو زده کړو دولتي او خصوصي مؤسسې فعالیت کوي، چې په کې شاواخوا ۱۲۵۰۰۰ تنه محصلین زده کړې کوي او د ۴۳۰۰ تنواستادانو لخوا یې د تدریس چارې پرمخ وړل کېږي، چې د لوړزده کړو د وزارت د معلوماتو له مخې ۵۵ فیصده استادان یې د ماسټرې او دوکتورې لرونكي دي.
که څه هم ډېر خلک د حکومتي هغو ترڅنګ د خصوصي تحصیلي موسېسو منځته راتګ ښه بولي، خو اندېښنه دا ده، چې ځینې خصوصي تحصیلي موسېسې، یا له سره د فعالیت جواز نه لري او یا دا، چې فعالیت یې د لوړوزده کړو وزارت په معیار برابر ونه خېژي، نو د فعالیت جواز ترې اخیستل کیږي او له دې سره یو شمېر محصلین مایوسه او بې سرنوشته پاتې شي، چې دا کار په یو شمېر سیمو کې تکرار شوی هم دی.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند پوهنمل عبدالعظیم نوربخش له کلید سره په یوې ځانګړې مرکې کې، په افغانستان کې د شته پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي موسېسو او پکې محصلینو او استادانو په هکله وویل: ((د لوړوزده کړو وزارت په ۱۳۹۰ کال کې ۲۶ د لوړوزده کړو مؤسېسې لري، چې په دې جمله کې ۱۷ یې پوهنتونونه او پاتې ۹ یې د لوړوزده کړو مؤسسې دې، چې په مجموعي ډول ۱۲۵ پوهنځي مونږ لرو او ۳۷۰ دېپارټمنټونه موجود دي او په څنګ کې یې د لوړو زده کړو ۵۲ خصوصي مؤسسې فعالیت کوي.))
کابل پوهنتون، چې نېږدې اته لسیزې وړاندې جوړ شوی، دا مهال په ۱۵ بېلابېلو پوهنځیو کې د ورځې او شپې له مخې ۱۶۰۰۰محصلین لري، چې د ۷۰۰ استادانو له خوا یې زده کړې پرمخ بیول کیږي.
یاد پوهنتون، چې په سر کې د طب له یوه پوهنځي پیل شو، په وروستیو وختونو کې یې نه یوازې پوهنځي او ډیپارمنټونه زیات شول، بلکې مستقل پوهنتونونه یې هم وزېږول.
د مثال په توګه: د تعلیم او تربیې، پولي تخنیک او طب په نومونو ځانګړي پوهنتونونه، چې د کابل پوهنتون ترڅنګ فعال دي او زرګونه محصلین لري.
له کابل پوهنتون څخه وروسته د هېواد په کچه د لوړو زده کړو دویم پوهنتون په ۱۳۴۲ لمريز كال په ننګرهار ولايت کې جوړ شو.
ننګرهار پوهنتون اوسمهال يوولس پوهنځي لري، چې د محصلينو شمېر یې اته نيم زرو ته رسېږي او د درې نيمو سوو استادان له خوا یې د تدریس چارې پرمخ وړل کېږي.
په ننګرهار ولایت کې د یوه حکومتي پوهنتون ترڅنګ د خراسان، سپين غر، الفلاح او اريانا په نومونو د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونه، یا موسسې هم فعالیت کوي.
که څه هم د دې پوهنتون اداره په تېر کال کې پوهنتون ته د یو شمېر نوو ودانیو د جوړېدو خبره کوي، خو ترڅنګ یې د هغې ځمکې پر غصبېدو هم اندېښنه ښيي، چې د همدې پوهنتون په نوم د دې له پاره بېله شوې، چې په راتلونکي کې به یې د پراختیا په برخه کې ستونزه نه وي.
د پوهنتون اداره وایې، چې ننګرهار پوهنتون ته د ماستر پلان له مخې د ورکړل شوې ځمکې ډېره برخه یې زورواکو غصب کړې ده.
په دې اړه د ننګرهار پوهنتون ريیس ډاکټر صابرمومند وایي: ((مونږ په ماسټر پلان کې ۵۰۰ جریبه ځمکه لرو، خو دا وخت یوازې ۲۲۰ جریبه زمونږ په واک کې ده، په هغې کې هم په یوه برخه کې یې د استادانو کورونه دي، مونږ اوس دې حالت ته رسېدلي یو، چې که اوس کوم ډونرهم حاضرشي، چې كومه نوې ودانۍ راته جوړه کړي مونږ ورته ځای نه لرو، تاسو باور وکړئ که چېرې دغه ځمکه مونږته رانه کړل شي زمونږ پوهنتون له سقوط سره مخ کېږي.))
تر ننګرهار وروسته په هرات ولایت کې هم په ۱۳۶۷ لمريز کال کې، هرات پوهنتون پرانیستل شو، چې دا مهال د ۹۵۰۰ په شاوخوا کې محصلین لري او په ۳۵ بېلابېلو رشتو کې د ۴۰۰ استادانو لخوا تدریس ورته کیږي.
په هرات ولایت کې هم د دولتي پوهنتون ترڅنګ خصوصي پوهنتونونه فعالیت کوي، چې له جملې یې غالب، اشراق، خواجه عبدالله انصاري، آسيا او الغياث دي، چې په کې د ۴۰۰۰ تنو په شاوخوا کې محصلین په زده کړو بوخت دي.
همدا راز په کندهارکې هم پوهنتون فعالیت کوي، چې د دې پوهنتون د چارواکو د وینا ترمخې، دا مهال په دې پوهنتون کې ۱۱ پوهنځي فعال دي، چې نږدې ۴۵۰۰۰ تنه محصلین لري او پكې د او د ۱۸۸ تنو استادانو لخوا ورته زده کړې وركول كېږي.
د دې پوهنتون ريیس پوهنوال حضرت میرتوتاخېل له کلید سره په خبروکې وویل، چې دا پوهنتون تقریباً ۲۲ کاله کېږي چې جوړشوی دى.
که څه هم توتاخېل په خپلو خبرو کې له ځينو ستونزو لکه د برېښنا او اوبو نه شتون یادونه وکړه، خو په خوا کې یې ځینې لاسته راوړنې هم یادې کړې.
د توتاخېل په وینا، په تېرکال کې یې په هلمند کې د دې پوهنتون درې څانګې پرانیستې او په څنګ کې یې په ارزګان کې هم یو پوهنځى پرانیست.
ده وویل:((په دې تېرکال کې زمونږپه لاسته راوړنو کې دا وو، چې په هلمند ولایت کې مو درې پوهنځي پرانیستل، ورسره په ارزوګان ولایت کې موهم د کرنې یو پوهنځی پرانیست، همدا راز مو خپله په پوهنتون کې ۲۵ دېپارتومېنتونه زیات کړل او په څنګ کې مو درې نور پوهنځي هم اضافه کړل.))
همدا راز د بلخ پوهنتون، چې په ۱۳۶۷ کال کې تاسیس شوی له ۸۰۰۰ زرو زیات محصلین په کې په لسو پوهنځیو کې په زده کړو بوخت دي، چې ۲۵ سلنه یې نجونې دي.
د بلخ پوهنتون یوه څانګه په سمنګانو ولایت کې هم موجوده ده.
تر دې وروسته د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم حکومتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو خصوصي موسسې جوړې شوې، چې مهم یې په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون ؤ.
نوموړى پوهنتون د هجرت پرمهال په پېښور کې د افغان پوهنتون په نوم فعالیت کاوه او د ولسمشر کرزي د یوه ځانګړي امر پر اساس، د خوست د خلکو په غوښتنه دې ولایت ته ولېږدول شو او د خوست پوهنتون په نوم یې فعالیت شروع کړ.
دې پوهنتون په لومړیو کې ۹ بېلابېل پوهنځي لرل، خو د مناسب ځای د نه شتون له امله یې د پوهنځیو شمېر څلورو ته راټيټ کړل شو.
له لږ وخت تېرېدو وروسته دې پوهنتون ته د متحده عرب امارتو حکومت ځانګړې ودانۍ جوړې کړې او نوم یې هم په شیخ زاید پوهنتون واړول شو.
دا مهال د خوست شیخ زاید پوهنتون، نیږدې۴۵۰۰ محصلین لري، په دې شمېر کې یوازې ۳۰ تنه یې نجونې دي او د ۱۶۰ تنو استادانو لخوا ورته تدریسي بهیر پرمخ بېول کیږي.
د شېخ زاید پوهنتون اداري مرستیال ډاکټر ګل نواز وایي، چې پوهنتون یې په ډېر کم وخت کې ډېر پرمختګ کړی دى.
دی په ځانګړې توګه د تېر کال د لاسته راوړنو مثالونه وایي، چې د پوهنتون په ټوله ساحه کې یې انټرنېټي خدمات د وایرلېس په سېستم برابر کړي او ترڅنګ یې محصلینو او استادانو ته د بورسونو زمینه برابره کړیده.
خو له دې سره سره د خوست شېخ الزید پوهنتون محصلین وایي، چې دوی په ځينو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، چې له ډلې یې د مطالعې لپاره د مناسب ځای نه شتون او د باتجربه استادانو کمښت دی.
د پوهنتون اداري مرستیال مني، چې یو شمېر ستونزې شته، خو په وینا یې دوی تل د حل لټه کړې او اوس هم داسې پروګرامونه ترلاسه لاندې لري، چې په بشپړېدو به یې د محصلینو ډېری ستونزې راکمې شي.
نوموړی په دې برخه کې د ژورنالیزم پوهنځي له پاره د یوه داسې میډیا سنټر جوړولو خبره کوي، چې د دې پوهنځی له مخصلینو او ژورنالیستانو سره به په عملي زده کړې کې پوره همکاري وکړي او ترڅنګ یې د امریکا له بالسټېټ پوهنتون سره د یوې هوکړې د کېدو یادونه کوي، چې له مخې به یې محصلین او استادان هلته ځي او له امکاناتو به یې ګټه اخلي.
یاده دې وي، چې په خوست کې له یاد شېخ الزید پوهنتون سربېره دوې د لوړوزده کړو خصوصي موسسې د پامیر او استاد حکیم تڼیوال په نومونو فعالیت کوي.
پخوا، چې خوست پوهنتون نه لاره، د دې او ورڅېرمه نورو ولایتونو زده کوونکي به د کانکور او لوړو زده کړو لپاره کابل او نورو سیمو ته تلل، چې له ډېرو به د اقتصادي او کورنیو ستونزو له امله زده کړې په نیمایي کې پاتې کیدې.
خو د خوست شیخ زاید پوهنتون دا ستونزه تر ډېره حل کړه او بیا، چې د خوست په ګاونډ پکتيا کې، په ۱۳۸۱ پکتیا پوهنتون جوړ شو، نو د دې او ورڅېرمه سیمو ځوانان یې لوړو زده کړو ته لا وهڅول.
پکتیا پوهنتون په پیل کې یوازې د زراعت او تعليم تربيې پوهنځي لرل، خو تېر کال له پېښوره د اریانا پوهنتون رالېږدیدل او بیا له پکتیا پوهنتون سره د هغه ګډېدو، د پکتیا پوهنتون د پوهنځیو شمېر پینځه کړ او دا مهال پکې شاوخوا درې زره محصلين په زده کړو بوخت دي، چې ۱۰۳ تنه يې نجونې او نور هلکان دي.
د استادانو او محصلینو ترمنځ ګیلې مانې، یا شکایتونه ښايي په ټولو پوهنتونو کې یو شان، یا په لږ توپیر موجود وي، خو پکتیا پوهنتون تېر کال د محصلینو او د پوهنتونو د ادارې ترمنځ په یوه ستونزه کې راګیر و، چې له امله یې لاریونونه وشول، څو محصلین ټپیان شول او څو یې له پوهنتونه هم وایستل شول.
وروسته نوموړي پوهنتون ته ريیس اواداري مرستیال هم بدل شول.
همدې مسلې ته په کتو، محصلین نه یوازې د ښو او تجربه کارو استادانو غوښتونکي دي، بلکې د پوهنتونو د ادارې لپاره هم د داسې کسانو غوښتنه کوي، چې د پوهنتون د پرمختیا لپاره کار وکړي، نه دا چې له خنډونو سره یې مخ کړي.
په دې اړه د پکتیا پوهنتون یو تن محصل کلید ته وویل: ((ناصري یم د پکتیا پوهنتون محصل، لکه څرنګه، چې په پکتیا پوهنتون کې اداري تغیرات راغلل مونږ په همدې لحاظ غوښتنه کوو، چې د دې پوهنتون د لاښه کېدو لپاره خپلې هڅې وکړي، د لیليې په برخه کې دې شته ستونزې هوارې کړي.))
د محصلینو غوښتنې ته په کتو د پکتیا پوهنتون نوې اداره ژمنه کوي، چې په راتلونکي کې به د پوهنتون د وضعيت ښه والي لپاره د وس برابر هلې ځلې کوي.
د دې پوهنتون نوی رييس پوهندوى عبدالعلیم فراهي وايي: ((مونږ به ترخپلې وسې هڅه وکړو چې د دې پوهنتون د ښه کېدو لپاره خپلې ټول امکانات په کار واچوو، د دې پوهنتون د محیط د ښه کولو لپاره، چې څه ډول د دې پوهنتون محیط اکاډمیک کړم کوښښونه وکړم.))
لکه چې وړاندې مو وویل په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان د لوړو زده کړو په برخه کې، له ستونزو او نیمګړتیاوو سره سره، دومره څه وشول، چې د ملک د نورو پرمختګونو ترڅنګ حساب پرې کیدای شي، خو دا چې په تېر کال کې په دې برخه کې څه شوي؟.
د لوړو زده کړو وزارت یې د نورو یو شمېر لاسته راوړنو ترڅنګ مهمې په لغمان کې د پوهنتون جوړېدل، په پنجشېر ولایت کې د څو څانګو پرانیستل او د ځینو ولایتونو په پوهنتونو کې د شپې له خوا د پوهنځیو جوړېدل یادوي.
خو له دې سره سره لا هم یو شمیر داسې بنسټیزې ستونزې پر ځای پاتې دي، چې محصلین یې د لوړو زده کړو پر مخ لوی خنډونه ګڼي.
یو له دې د پوهنتون د استادۍ مسئله ده.
د وزارت له خوا نوي مقررات ښيي، چې د پوهنتون لپاره د نويو استادانو د مقررۍ یو شرط دا دی، چې عمر به یې له پینځه دېرش کلنۍ پورته نه وي.
ډېری تکړه ځوانان، چې د جنګ په کلونو کې یې لوړې زده ترې په نیمايي کې پاتې شوې د زده کړوتر بشپړېدو وروسته اوس د پوهنتون د استادۍ شوق او استعداد لري، په دې برخه کې د وزارت د قانون له مخې نه شي کولی، د پوهنتون رسمي استاد شي.
خو بل لور ته پر شته پخوانیو ډېرو استادانو نیوکه دا ده، چې د نويو ځوانانو په شان د عصر له نويو معلوماتو او مطالعې سره یا جوړه نه ده، او یا ځان نه ستړی کوي او ډېر خو یې اوس هم په بېلابېلو پوهنځیو کې د څو لسیزو او آن شاهي دورې زاړه نوټونه او چپټرونه لولي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند پوهنمل عبدالعظیم نوربخش د دې ستونزې په اړه وایي: ((د چېپټرونو په هکله د هر پوهنتون هر دېپارتمېنت او هرې پوهنځي خپل کارونه کړي، خو دا چې په ځينو پوهنتونو کې دا فیصدي موجوده ده تاسې پوهیږئ، چې مونږ له صفره شروع کړې په یو ځلې نه کیږي، خو وخت په وخت به دا هرڅه وشي.))
د افغان محصلینو پر مخ دوه نورې ستونزې، د دوی په وینا د خارجي بورسونو ناسم وېش، یا په دې برخه کې واسطه بازي او بله هم په افغاني پوهنتونونو کې عملي کار ته نه پاملرنه ده.
یو وخت چې کابل پوهنتون له هره اړخه یو ښه پوهنتون بلل کېده، پر هېواد سربېره د ګاونډیو هیوادونو اوسېدونکو هم زده کړې پکې کولې، خو اوس چې افغان محصلین په نورو هېوادونو کې د زده کړو ډېر لېواله دي، یو لامل یې ښایي دا وي، چې دا مهال د وخت له غوښتنو سره سم په نورو هېوادونو کې د تیوريک زده کړو ترڅنګ عملي زده کړو ته ډېره پاملرنه کېږي او په افغانستان کې له ښوونځي تر پوهنتونه لا دې برخه ته ځانګړې توجه نه ده شوې.
دا چې وزارت په تېر کې د بورسونو په برخه کې څه کړي او په راتلونکي کې د عملي زده کړو په برخه کې څه په پام کې لري؟
دا به د لوړو زده کړو وزارت له ویاند ښاغلي نوربخش نه واورو: ((تاسو پوهیږئ، چې په دې لسو کلونو کې د مختلفو طریقو څخه ګټه واخیستل شوه، په دې برخه کې هم پرمختګونه شامل دي او هم نیمګړتیا وې مونږ په لومړیو کې د محصلینو د بورسونه برخه کې ولایتونو ته سهمیه ورکوله، خو کله به، چې لاړل د نورو ژبو په حروفو هم نه پوهېدل بېرته به راغلل او هغه بورس به وسوځیده، نو په دې سږکال کې مونږ له یوې نوې طریقې کار واخیست هغه دا، چې له هر ولایت څخه د فیصدۍ په توګه محصلین بهرنیو هېوادونه ته ولېږو، چې ډېره ښه ګټه یې ورکړې ده.))
د یادولو ده، چې هر کال د افغانستان له ښوونځیو څخه د فارغو زده کوونکو او د کانکور په کلنۍ ازموینو کې د برخه اخېستونکو شمېر زیاتېږي، خو د لوړو زده کړو وزارت، چې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسېسې یې د جذب وړتیا نه لري، هر کال لسګونه زره هغه ځوانان بې نتیجې اعلانوي، چې په کانکور کې یې برخه اخیستې وي.
د معلوماتو له مخې سږ کال هم ښايي، یو سل او شپیته زره کسان د کانکور په کلنۍ ازموینو کې ګډون وکړي، خو د لوړو زده کړو وزارت له دې جملې یوازې پینځه دېرش زره لوړو زده کړو، شا او خوا پنځوس زره نیمه لوړو زده کړو ته جذب کړای شي او پاتې تقریباً اویا زره کسان به بیا هم بې نتیجې اعلانېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


