د نايجيريا په ختيزې سيمې كې د دوو قبيلو ترمنځ نښته شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي. د ياد هېواد د حكومت يوه وياند، چې نوم يې نه دى ذكر شوى ځايي رسنيو ته وويل، چې دغه نښتې اېبوني كې د آزا او ازيلو په نامه دوو قبيلو ترمنځ د ځمكې پر سر رامنځته شوې دي.
د نايجيريا په ختيزې سيمې كې د دوو قبيلو ترمنځ نښته شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.
د ياد هېواد د حكومت يوه وياند، چې نوم يې نه دى ذكر شوى ځايي رسنيو ته وويل، چې دغه نښتې اېبوني كې د آزا او ازيلو په نامه دوو قبيلو ترمنځ د ځمكې پر سر رامنځته شوې دي.
ويل كېږي د دواړو قبيلو ترمنځ له اوږدې مودې راهيسې د ځمكې پرسر لانجه راوانه ده.
د يادونې وړ ده، چې دغه نښته په داسې حال كې رامنځته كېږي چې د نايجيريا جمهور رييس جاناتن ګوډلك په خپل هېواد كې بېړنى حالت اعلان كړى دى.
دغه حالت وروسته له هغې اعلان شو، چې په ابوجا كې د كرېسمېس پرمهال ځايي وسله والو مخالفينو بمي بريدونه ترسره كړل.
په دغو بريدونو كې نږدې ۴۰ تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

