ads

كوټې كې چاودنې ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټې ښار کې پرون ماښام ناوخته يو ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې لږ تر لږه ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د ځايي رسنيو د راپور له مخې دا پېښه د کوټې ښار په ارباب کرم خان سړک وشوه، چې له امله يې لږ تر لږ […]

نویسنده: TKG
10 مرغومی 1390
كوټې كې چاودنې ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټې ښار کې پرون ماښام ناوخته يو ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې لږ تر لږه ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ځايي رسنيو د راپور له مخې دا پېښه د کوټې ښار په ارباب کرم خان سړک وشوه، چې له امله يې لږ تر لږ پنځلس تنه وژل شوي او تر ٣٠ ډېر ټپيان دي.

په پېښې كې زخمي شوي كسان د کوټې ښار بېلا بېلو روغتونو ته رسول شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

د کوټې د پوليسو مشر نذير کرد په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو-  په دې اړه پلټنې روانې ده، خو په تړاو يې كوم څوك نه دى نيول شوى.

د ځايي رسنيو د راپور له مخې چاودنه دومره زوروره وه، چې تر لرې لرې يې غږ اورېدل شوى او له كبله يې د شاوخوا ډېرو کورونو او دوکانونو ښيښې ماتې شوي او په سيمه کې برېښنا هم پرې شوې ده.

د پېښې پړه د بلوڅانو بېلتون غوښتونکي پوځ ( بلوچستان لېبيريشن ارمي) پرغاړه اخيستې او د همدې ډلې وياند ميرک بلوڅ بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دا د دوى لخوا لومړى ځانمرګى بريد و او په راتلونكي به هم دې ته ورته بريدونه كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA