ads

شمالي وزيرستان كې چاودنې ۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان په شمالي وزيرستان كې د امنيتي ځواكونو پر كاروان د سړك دغاړې ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې لږ ترلږه يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.په شمالي وزيرستان كې ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه هغه مهال په بويا سيمه كې رامنځته شوه، چې له دته خېلو څه […]

نویسنده: TKG
10 مرغومی 1390
شمالي وزيرستان كې چاودنې ۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان په شمالي وزيرستان كې د امنيتي ځواكونو پر كاروان د سړك دغاړې ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې لږ ترلږه يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.
په شمالي وزيرستان كې ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه هغه مهال په بويا سيمه كې رامنځته شوه، چې له دته خېلو څه ميرانشا ته د

د پاكستان په شمالي وزيرستان كې د امنيتي ځواكونو پر كاروان د سړك دغاړې ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې لږ ترلږه يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.

په شمالي وزيرستان كې ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه هغه مهال په بويا سيمه كې رامنځته شوه، چې له دته خېلو څه ميرانشا ته د تلونكي امنيتي كاروان يو موټر د سړك د غاړې پر ځاى پرځاى شوي ماين وربرابر شو.

چارواكو زياته كړې، چې په دې پېښه كې د امنيتي ځواكونو يو سرتېرى وژل شوى او بل ټپي شوى دى.

د سرچينې په وينا، له پېښې وروسته امنيتي ځواكونو د ته خېلو او ميرانشا ترمنځ لار د ترافيكو پرمخ وتړله.

د پېښې پړه د پاكستاني دولت كومې وسله والې ډلې پرغاړه نه ده اخيستې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA