د عراق په مركز بغداد كې د درېيو بمي چاودنو له كبله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي. ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې دوه د سړك د غاړې ماين چاودنې وې او درېيمه هغه په موټر كې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونكو توكو د چاودنې له كبله
د عراق په مركز بغداد كې د درېيو بمي چاودنو له كبله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.
ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې دوه د سړك د غاړې ماين چاودنې وې او درېيمه هغه په موټر كې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونكو توكو د چاودنې له كبله رامنځته شوې.
سرچينې زياته كړې، دغه چاودنې په داسې مهال رامنځته كېږي، چې حكومت له فرقه يي تاوتريخوالي سره مخ دى او داسې هم انګېرل كېږي، چې ښايي د عراق دغه مخلوط حكومت وويشل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


