ads

زرداري له دوبۍ څخه خپل هېواد ته راستون شو

د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري له دوبۍ څخه خپل هېواد ته راستون شو. نوموړى له دوبۍ څخه په يوه خصوصي الوتكه كې د كراچۍ مسرور هوايي ډګر ته راوړل شو، چې له هغه ځايه د ده كور بلاول هاوس ته ولېږدول شو. د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري له دوبۍ څخه خپل […]

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1390
زرداري له دوبۍ څخه خپل هېواد ته راستون شو

د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري له دوبۍ څخه خپل هېواد ته راستون شو. نوموړى له دوبۍ څخه په يوه خصوصي الوتكه كې د كراچۍ مسرور هوايي ډګر ته راوړل شو، چې له هغه ځايه د ده كور بلاول هاوس ته ولېږدول شو.

د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري له دوبۍ څخه خپل هېواد ته راستون شو.

نوموړى له دوبۍ څخه په يوه خصوصي الوتكه كې د كراچۍ مسرور هوايي ډګر ته راوړل شو، چې له هغه ځايه د ده كور بلاول هاوس ته ولېږدول شو.

ده سره په دې سفر كې د ده لور آصفه هم مله وه.

د سند د اطللاعاتو وزيرې شازيه مرى په وينا، جمهور رييس زرداري د ډاكټرانو له مشورې وروسته هېواد ته راستون شوى او روغتيا يې ښه ده.

د پاكستان جمهور رييس آصف علي زرداري دوه اونۍ وړاندې د ډسمبر په ۶ مې د ناڅاپي ناروغۍ له كبله دوبۍ ته د درملنې لپاره لاړ، چې له تلو سره یوځای یې د استعفا اوازې هم خپرې شوې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA