د شمالي کوریا دولتي تلوېزيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې هېواد د ۶۹ كلن مشر كم جونګ آل د مړينې خبر وركړ. سرچينې زياته كړې، چې نوموړى د شنبې په ورځ له مركز پيانګ يانګ څخه بهر، اورګاډي كې د سفر پرمهال د زړه د حملې له كبله مړ شو.
د شمالي کوریا دولتي تلوېزيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې هېواد د ۶۹ كلن مشر كم جونګ آل د مړينې خبر وركړ.
سرچينې زياته كړې، چې نوموړى د شنبې په ورځ له مركز پيانګ يانګ څخه بهر، اورګاډي كې د سفر پرمهال د زړه د حملې له كبله مړ شو.
په اعلاميې كې د ده د مړينې لامل بدني او ذهني فشار خودل شوى دى- دى په ۲۰۰۸ ميلادي كال كې فلج شوى و، چې له كبله يې تر څو مياشتو پورې بستر و.
د جنوبي کوریا رسنیو ویلي، چې د دې خبر له خپریدو وروسته د دوي خپل ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی او ټاکلې شوې چې د دې هېواد کابینه یوه بیړنۍ غونډه وکړي.
د شمالي کوریا خبري اژان كي سي اين د خبر له مخې، د دې هېواد د مشر د ښخولو مراسم به د ډیسمبر پر اته ویشتمې نېټې ترسره شي او زوى به يې د وروستيو مراسمو د كمېټې مشري پرغاړه ولري.
دا خبر په داسې حال کې خپریږي، چې د شمالي کوریا منزوي شوي دولت د دې هېواد د مړ شوي مشر زوی کیم یانګ آن ته د واک د انتقال پروسه پیل کړې.
كم جونګ آل په ۱۹۹۴ ميلادي كال كې د خپل پلار كم آل سونګ له مړينې وروسته واك ته ورسېد او اوس د ده زوى كم جونګ آن د ده ځاى ناستى ټاكل شوى دى.
نوموړی دا مهال شاوخوا دېرش كاله عمر لري او څلور ستوريز جنرال دى او د دې ترڅنګ د كمونيست حزب مرستيال رييس هم دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


