د پاکستاني په اورکزۍ ایجنسۍ كې پرون پر يوې پوځي پوستې بريد شوى، چې له كبله يې يو ستېرى وژل شوى او تر شلو زيات ټپيان دي. داسې ويل كېږي، چې په ځوابي بريد كې وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي.
د پاکستاني په اورکزۍ ایجنسۍ كې پرون پر يوې پوځي پوستې بريد شوى، چې له كبله يې يو ستېرى وژل شوى او تر شلو زيات ټپيان دي.
داسې ويل كېږي، چې په ځوابي بريد كې وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي.
په پېښور كې د فريټير كور په نامه د پاكستاني پوځ يوه وياند د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې وسله والو مخالفينو د اوركزۍ ايجنسۍ په خاديزيو سيمه كې د درندو وسلو پر مټ پر يادې پوستې بريد وكړ.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه بريد كې يو سرتېرى مړ او تر شلو زيات ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، امنيتي ځواكونو هم ځوابي بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۲۱ تنه وژل شوي، خو تراوسه ځايي او ازادو سرچينو د دغې ادعا پخلى نه دى كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


