د هند د لودييځ بنګال په پرګنه ولسوالۍ كې د زهرجنو شرابو څښلو له كبله د وژل شويو كسانو شمېره تر اتياو واوښته. د زهرجنو شرابو څښلو دغه پېښه د چهارشنبې په شپه رامنځته شوې او ډېرى څښونكي يې ريكشا چلوونكي او مزدوارن دي.
د هند د لويديځ بنګال په پرګنه ولسوالۍ كې د زهرجنو شرابو څښلو له كبله د وژل شويو كسانو شمېره تر اتياو واوښته.
د زهرجنو شرابو څښلو دغه پېښه د چهارشنبې په شپه رامنځته شوې او ډېرى څښونكي يې ريكشا چلوونكي او مزدوارن دي.
دغه كسان ډايمنډ هاربر سب ډېويژن، سګرامپر او كلكتې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
ځايي ډاكټرانو وېره څرګنده كړې، چې ښايي د مړيو په شمېرې كې ډېروالى راشي.
د لويديځ بنګال يوه وزير شيامل منډل د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې له سلو څخه د زياتو هغو كسانو، چې روغتونونو ته لېږدول شوي وو، له ډلې يې د يو شمېر هغو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
په هند كې د زهرجنو شرابو دغه پېښه نوې نه ده، يوه اونۍ وړاندې په ګجرات كې يو قانون تصويب شو، چې له مخې به يې هغو كسانو ته چې غيرقانوني شراب جوړي او پلوري د مرګ سزا وركول كېږي.
ګجرات د هند يوازنى ايالت دى، چې پكې پر شرابو بنديز لګېدلى دى.
د هند په ډېرى برخو كې بدل شراب جوړېږي، چې ډېرى څښونكي يې غريب او مزدوركار خلك دي – په دې ډول شرابو كې ميتايل الكول كارول كېږي، چې ډېرى مهال د خلكو د مړيې لامل ګرځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


