په امريكا كې د شوې سروې له مخې په هرو پنځو مېرمنو كې يوه هغه يې په ژوند كې يوځل خامخا د جنسي تېري ښكار كېږي. په امريكا كې له ناروغيو څخه د خلاصون او وقايې اړوندې حكومتي ادارې لخوا په جوړ شوي راپور كې ډېرى پوښتونكو مېرمنو ويلي،
په امريكا كې د شوې سروې له مخې په هرو پنځو مېرمنو كې يوه هغه يې په ژوند كې يوځل خامخا د جنسي تېري ښكار كېږي.
په امريكا كې له ناروغيو څخه د خلاصون او وقايې اړوندې حكومتي ادارې لخوا په جوړ شوي راپور كې ډېرى پوښتونكو مېرمنو ويلي، چې دوى د پخوانيو او يا اوسنيو ملګرو او مېړونو لخوا د جنسي تېري ښكار شوي.
په امريكا كې جنسي تيري د نشې په حالت يا زور زياتي سره د جنسي اړيكو نيولو ته وايي.
د راپور د معلوماتو له مخې په هرو ۷ سړيو كې يو هغه هم د خپلې ملګرې لخوا د سخت جسماني تاوتريخوالي ښكاركېږي.
دغه راپور د ۲۰۱۰ ميلادي كال په جريان كې له ۱۸ زره ښځو او سړيو څخه د مركو پر بنسټ جوړ شوى دى.
د راپور له مخې په امريكا كې د هرې يوې دقيقې په ترڅ كې پنځه ويشت تنه د جنسي تېرى او تاوتريخوالي ښكار كېږي.
د دغې سروې د پايلو له مخې په دولسو مياشتو كې يو مليون ښځو سره جنسي تېرى، له ۷۰۰ زرو څخه زيات سړي او ښځې تعقيب شوي دي.
دغه راز شاوخوا ۱۲۰ زره ښځې او سړي له خپلو ملګرو څخه پر دوى د جنسي تيري، بدني تاوتريخوالي او څار له امله شكايت كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

