د ملګرو ملتونو فرهنګي، تعليمي او علمي ادارې(يونيسكو) د فلسطين د غړيتوب له منلو وروسته په لومړي ځل له خپل دفتر بهر د نړۍ د بېلابېلو هېوادنو ترڅنګ د فلسطين بيرغ ورپاوه.
د ملګرو ملتونو فرهنګي، تعليمي او علمي ادارې(يونيسكو) د فلسطين د غړيتوب له منلو وروسته په لومړي ځل له خپل دفتر بهر د نړۍ د بېلابېلو هېوادنو ترڅنګ د فلسطين بيرغ ورپاوه.
د فلسطين د بيرغ رپونې دغه مراسم د فرانسې په مركز پاريس كې ترسره شول.
د يونيسكو د دغه كار له امله امريكا پردې ادارې مالي مرسته بنده كړه.
امريكا په دې باور ده، چې فلسطيني حكومت وړاندې تر دې، چې د كومې نړيوالې ادارې غړيتوب ترلاسه كړي، بايد لومړى له اسرائيلو سره سوله وكړي.
له دې امله په جوړې شوې غونډې كې د فلسطين جمهور رييس محمود عباس وويل، چې دا د فلسطينيانو لپاره د وياړ يوه شېبه ده.
نوموړي زياته كړه، چې نن فلسطين د يونيسكو غړيتوب ترلاسه كړ، هيله ده، چې په راتلونكي كې د اسرائيلو په ګاونډ كې د يوه ازاد هېواد په توګه وپېژندل شي.
د يونيسكو مشر آيرينا بوكوواني هيله څرګنده كړه، چې فلسطين ته د غړيتوب وركول به له اسرائيلو سره د سولې لپاره يو ګام پورته كول وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

