د بيلجيم په مركزي ښار لي ايش كې د يوه تن د لاسي بم بريد او ډزو له كبله د يوه تي خوړونكي ماشوم په ګډون څلور تنه ووژل شول او تر ۱۲۰ زيات ټپيان شول.
د بيلجيم په مركزي ښار لي ايش كې د يوه تن د لاسي بم بريد او ډزو له كبله د يوه تي خوړونكي ماشوم په ګډون څلور تنه ووژل شول او تر ۱۲۰ زيات ټپيان شول.
په دې پېښه كې وژل شويو كسانو كې دوه ۱۵ او ۱۷ كلنې نجونې، يوه ۷۵ كلنه مېرمن او يو ۱۸ مياشتنى ماشوم، چې په روغتون كې يې ساه وركړه شامل دي.
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې ياد تن هغه مهال پر خلكو بريد وكړ، چې په سيمه كې سلګونه كسان د كرېسميس لپاره د توكو په پېرلو بوخت وو.
ويل كېږي نوموړي كس پر يادو خلكو له بريد وروسته ځان هم وژلى دى.
د بيلجيم د پوليسو په وينا، د بريدګر نوم نورالدين امراني دى او دوى له وړاندې څخه معلومات لرل، چې دغه ۲۳ كلن شخص وسله ګرځوي.
د ځايي رسنيو د معلوماتو له مخې امراني د ۲۰۰۸ ميلادي كال په سيپټمبر كې د وسلې او نشه يي توكو په تور ۱۸ مياشتې زنداني شوى و.
كه څه هم چارواكو د دغې خبرې پخلى نه دى، كړى خو وايي، چې امراني بند تېر كړى دى.
چارواكو زياته كړې، چې بريدګر دغه كار په يوازې ځان ترسره كړى او دا كومه ترهګريزه كړنه نه وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


