ads

ګيلاني: د امريكا او پاكستان ترمنځ د باور فضا له منځه تللې

د پاکستان لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني منلې، چې اسلام اباد او واشنګټن نور يو پر بل باور نه لري. د دواړو خواوو ترمنځ اړيکي د ناټو له هغه بريد راهيسې ترينګلې شوي، چې تېره مياشت په مومند ايجنسې كې پر سلاله پوستو ناټو ځواكونو هوايي بريد وكړ او پ     د پاکستان […]

نویسنده: TKG
21 لیندۍ 1390
ګيلاني: د امريكا او پاكستان ترمنځ د باور فضا له منځه تللې

د پاکستان لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني منلې، چې اسلام اباد او واشنګټن نور يو پر بل باور نه لري. د دواړو خواوو ترمنځ اړيکي د ناټو له هغه بريد راهيسې ترينګلې شوي، چې تېره مياشت په مومند ايجنسې كې پر سلاله پوستو ناټو ځواكونو هوايي بريد وكړ او پ

 

 

د پاکستان لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني منلې، چې اسلام اباد او واشنګټن نور يو پر بل باور نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې د بي بي سي له تلوېزيون سره په يوې مركې وكړې.

د دواړو خواوو ترمنځ اړيکي د ناټو له هغه بريد راهيسې ترينګلې شوي، چې تېره مياشت په مومند ايجنسې كې پر سلاله پوستو ناټو ځواكونو هوايي بريد وكړ او په ترڅ كې يې ۲۴ پاکستان سرتېري ووژل شول.

نوموړي زياته كړه، چې دوى سره ګډ كار كوي، خو پر يوه بل باور نشي كولاى.

د ده په وينا، دا، چې امريكا په پاكستان كې څه ډول عمليات ترسره كولى شي، دوى ورته يو لړ نوي شرايط په مخ كې ږدي، په تېره په پاكستان كې د بې پيلوټه الوتكو د بريدونو مخه بايد ونيول شي.

ګيلاني زياته كړه، چې كه امريكا او د دوى ترمنځ نوي شرايط وضع شي، نو د ده په وينا، دوى يو له بله سره د ګډو موخو د ترلاسه كولو لپاره پر يوه بل ډېر باور كولاى شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA