ads

امریکایي ځواکونو شمسي هوایي ډګر خالي کړ

امریکایي ځواکونو د يكشنبې په ورځ په رسمي ډول د پاکستان په بلوچستان ایالت کې شمسي هوایي ډګر خالي کړ او چارې يې پاكستاني پوځ په لاس كې واخيستې امریکایي ځواکونو د يكشنبې په ورځ په رسمي ډول د پاکستان په بلوچستان ایالت کې شمسي هوایي ډګر خالي کړ او چارې يې پاكستاني پوځ په […]

نویسنده: TKG
21 لیندۍ 1390
امریکایي ځواکونو شمسي هوایي ډګر خالي کړ

امریکایي ځواکونو د يكشنبې په ورځ په رسمي ډول د پاکستان په بلوچستان ایالت کې شمسي هوایي ډګر خالي کړ او چارې يې پاكستاني پوځ په لاس كې واخيستې

امریکایي ځواکونو د يكشنبې په ورځ په رسمي ډول د پاکستان په بلوچستان ایالت کې شمسي هوایي ډګر خالي کړ او چارې يې پاكستاني پوځ په لاس كې واخيستې.

پاکستان وروسته له هغې د تورخم او چمن له لارې افغانستان كې مېشتو بهرنيو ځواكونو ته پر اكمالاتي بنديز ولګاوه او امریکا ته يې په دوو اونیو کې د شمسي هوایي ډګر د خوشې کولو امر وكړ، چې ناټو ځواکونو د نومبر په ۲۶ مې نیټه د مومندو ا یجنسۍ په سلاله پوستو برید وکړ او په ترڅ كې يې ۲۴ پاکستانی سرتیري ووژل شول.

د پاکستان دولتي تلویزیون تېر ماښام د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خولې خبر ورکړ، چې پرون له غرمې مخکې د امریکایي ځواکونو وروستۍ الوتکه له شمسي هوایي ډګره ووتله او د دې هوایي ډګر چارې پاكستاني پوځ ترلاسه کړې .

شمسي هوايي ډګر د كوټې جنوب لويديځ ته په ۳۲۰  كيلو مترۍ كې د ورسك په نامه ولسوالۍ كې موقعيت لري چې په ۱۹۹۲ ميلادي كال كې د عربي متحده عربي اماراتو د شیخانو لخوا جوړ شوی او هغوی ته یې د یوه قرارداد له مخې ورکړل شوی چې هر کال ورته د ښکار او چکر لپاره راتلل.

بايد وويل شي، چې دغه هوايي ډګر په ۲۰۰۱ کال کې هغه مهال، چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد عملیات پیل کړل، نو دغه هوایي ډګر يې له اماراتو واخیستل او خپل پوځیان یې پکې ځای پر ځای کړل.

له دې هوایي ډګر څخه امریکایي ځواکونو په افغانستان د بریدونو ترڅنګ د پاکستان په شمالي ، جنوبي وزیرستان او ځینو نورو سیمو د بې پیلوټه الوتكو بریدونه ترسره کول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA