د راپورونو له مخې په روسیې کې د پارلماني ټاكنو كې د درغلیو پر ضد لاريونونه درېيمې شپې ته وغځېدل. د رسنيو د راپور له مخې كه څه هم د لاريون كوونكيو شمېره تر لومړۍ او دويمې ورځې كمه وه، خو زرګونو كسانو د ويبپاڼو له لارې د راتلونكې شنبې په ورځ د پراخ لاريون لپاره نيت څرګند كړى.
د راپورونو له مخې په روسیې کې د پارلماني ټاكنو كې د درغلیو پر ضد لاريونونه درېيمې شپې ته وغځېدل.
د رسنيو د راپور له مخې كه څه هم د لاريون كوونكيو شمېره تر لومړۍ او دويمې ورځې كمه وه، خو زرګونو كسانو د ويبپاڼو له لارې د راتلونكې شنبې په ورځ د پراخ لاريون لپاره نيت څرګند كړى.
بلخوا ځايي چارواکو ويلي، چې دغه لاريونونه به مهار كړي او لاريونكوونكو شمېره سلګونو ته راټيټه كړي.
دغه لاريونوه وروسته له هغې پيل شول، چې په پارلماني ټاكنو كې د روسیې واکمن ګوند ( متحدې روسیې ) د پارلمان نږدې نیمايي څوکۍ خپلې کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

