د ليبيا په مركز طرابلس كې زرګونو كسانو د يوه لاريون په ترڅ كې د معمر قذافي پر ضد له جګړه مارو باغيانو څخه د وسلو اخيستلو غوښتنه وكړه. دغه ولسي وګړي، چې شمېر زرګونو، سړيو، ښځو او ماشومانو ته رسېده د طرابلس په شهيدانو څلورلاري كې راټول شوي وو او له ملېشو يې د
د ليبيا په مركز طرابلس كې زرګونو كسانو د يوه لاريون په ترڅ كې د معمر قذافي پر ضد له جګړه مارو باغيانو څخه د وسلو اخيستلو غوښتنه وكړه.
دغه ولسي وګړي، چې شمېر زرګونو، سړيو، ښځو او ماشومانو ته رسېده د طرابلس په شهيدانو څلورلاري كې راټول شوي وو او له ملېشو يې د وسلو د بېرته ټولولو غوښتنه كوله.
د ډګرمن قذافي د واكمنۍ له ړنګېدو وروسته د ليبيا په څو برخو د ملېشو راج چلېږي او هغو د دې هېواد يو شمېر ځايونه په خپلو كې سره وېشلي دي.
يادو ملېشو د قذافي د ځواكونو له ماتې وروسته د واك په سر څو ځله په خپلو كې هم سره تورې ازمايلي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د ليبيا انتقالي حكومت ملېشو ته له مركز طرابلس څخه د وتو لپاره دوه اونۍ وخت وركړ، دا، چې دوى به دغه كار وكړي او كه نه وروسته به څرګنده شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


