افغان پولې ته څېرمه د پاکستان د چترال په سرحدي سیمه کې د پاکستان پر امنیتی سرتېرو برید شوی، چې له كبله يې ۴ سرتيري ټپيان شوي دي. په سيمه كې د پاكستاني پوځ يوه افسر، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې وسله والو مخاللفينو دا برید د جمعې
افغان پولې ته څېرمه د پاکستان د چترال په سرحدي سیمه کې د پاکستان پر امنیتی سرتېرو برید شوی، چې له كبله يې ۴ سرتيري ټپيان شوي دي.
په سيمه كې د پاكستاني پوځ يوه افسر، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې وسله والو مخاللفينو دا برید د جمعې په سهار د چترال په دروش سيمه كې له افغان خاورې د درنو وسلو پرمټ كړى، چې له كبله يې لږ تر لږه څلور پاكستاني سرتيري ټپيان شوي دي.
د بريد پړه د ملاكنډ د طالبانو تحريك وياند مولانا سراج الدين پرغاړه اخيستې او په اړه يې رسنيو ته ويلي، چې په دغې بريد كې يې ډېر شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو تراوسه د دغه د عوى پخلى كومې رسمي سرچېنې نه دى كړى.
د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې اونۍ وړاندې په مومند ايجنسۍ كې د پاکستان په سرحدي امنیتی پوستو ناټو ځواكونو برید کړى و، چې له كبله يې لږتر لږه ۲۴ پاکستاني سرتیري وژل شوی وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


