د پاكستان صدر اعظم سيد يوسف رضا ګيلاني ويلي، چې امريكا ته يې ليك استولى او پكې يې ترې غوښتي، چې د روان ميلادي كال د ډسمبر تر يوولسمې دې شمسي هوايي اډه خالي كړي.
د پاكستان صدر اعظم سيد يوسف رضا ګيلاني ويلي، چې امريكا ته يې ليك استولى او پكې يې ترې غوښتي، چې د روان ميلادي كال د ډسمبر تر يوولسمې دې شمسي هوايي اډه خالي كړي.
نوموړي دغه څرګندونې په كراچۍ كې خبريالانو ته وكړې او زياته يې كړه، چې دوى په افغانستان كې امن غواړي، خو دا نشي زغملاى، چې افغان خاوره دې د دوى پر ضد وكارول شي.
د يادودنې وړ ده، چې د پاكستان او امريكا ترمنځ اړيكې وروسته له هغې خړې شوې، چې په افغانستان كې مېشتو بهرنيو ځواكونو په مومند ايجنسۍ كې پر پاكستاني سرتېرو بريد وكړ او په ترڅ كې يې كابو ۲۴ تنه ووژل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

