د ناتو په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ايلن وايي، د هغو پاکستانيو عسکرو کورنيو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کي په ممکن مړه او يا ټپيان شوي وي.

د ناتو په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي، د پاکستان د هغې اداعا په اړه څيړنه کوي چې وايي، د ناټو د يوه هليکوپتر په حمله کې د مومندو ايجنسۍ په يوه امنيتي پوسته کې لږترلږه ۲۶ پاکستاني عسکر وژل شويدي.
پاکستاني چارواکو د ناټو دا حمله غندلې او د پوځ لوى درستېز جنرال اشفاق کيانې وايي، پوځ غوښتنه کړې چې “ددغه تيري د عاملانو پر ضد دې قوي او عاجل عمل وشي
تر اوسه نده معلومه چې دا پيښه څنګه شوې، خو د مومندو په بيزي سيمه کې چې د پاکستان امنيتي ځواکونه پکې د طالبانو پر ضد عمليات پر مخ وړي، دا حمله شويده.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تهمينې جنجوعه په يوه بيان کې وويل، د بهرنيو چارو وزارت دا مسئله له ناټو او امريکا سره په لوړه سطحه ډېره جدي نيولې ده.
پاکستان ددغې حملې په غبرګون کي افغانستان ته د ناټو اکمالاتې لار بنده کړه .
په سيداباد کې د امنيتي کمپنۍ درې ساتونکي ووژل شول
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ