د خيبرپښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ ډېره اسماعيل خان كې نامعلومو وسله والو د پوليسو پر يوه مركز د راكټو او لاسي بمونو بريد كړى، چې له كبله يې ۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښتې ده.
د خيبرپښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ ډېره اسماعيل خان كې نامعلومو وسله والو د پوليسو پر يوه مركز د راكټو او لاسي بمونو بريد كړى، چې له كبله يې ۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښتې ده.
په سيمه كې د پوليسو يوه چاروكي، عبدالرشيد رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد نن سهار شاوخوا پنځه بجې له ښاره نږدې شل كيلومتره لرې د دربن كلان په نامه د پوليسو پر مركز شوى دى.
د سرچينې په وينا، د نامعلومو وسله والو په دغه بريد كې د ياد مركز مشر او يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
دده په وينا، وسله والو لومړى د سپكو وسلو بريد وكړ او وروسته يې د پوليسو د مركز غټه دروازه په راكټ وويشته او له هغې وروسته پوستې ته ورننوتل.
نوموړي زياته كړه، چې پوليسو ځوابي عمليات پيل كړل، خو بريدګر د سهار له تيارو څخه په ګټې په تېښته بريالي شول.
له پېښې وروسته ټپيان سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځينو هغه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
په دې اړه لا وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي، خو ښايي دا د پاكستاني حكومت د هغې خبر ځواب وي، چې ويلي يې وو طالبانو په ټول پاكستان كې ډزبندي اعلان كړې
د يادوړې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ډېره اسماعيل خان كې ورته بريدونه ترسره شوي، چې له كبله يې د امنيتي سرتېرو سربېره ملكي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


