چلي كې د سلګونو لاريون كوونكو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوى، چې له كبله يې پوليس د اوښكو بهونكو ګازو كارولو ته اړ شوي دي. دغه لاريون د چلي په مركز سينټياګو كې د يوه پخواني ډګرمن، چې له بشري حقونو څخه د سرغړاوي په تور زنداني شوى پيل شوى دى.
چلي كې د سلګونو لاريون كوونكو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوى، چې له كبله يې پوليس د اوښكو بهونكو ګازو كارولو ته اړ شوي دي.
دغه لاريون د چلي په مركز سينټياګو كې د يوه پخواني ډګرمن، چې له بشري حقونو څخه د سرغړاوي په تور زنداني شوى پيل شوى دى.
پوليسو د لاريون د له منځه وړلو په موخه له اوبو لرونكو توپونو څخه هم كارولي دي.
په دغې اخ و ډب كې تراوسه د چا د وژل كېدو يا ټپي كېدو كوم خبر نه دى ترلاسه شوى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


