ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۵ تنه ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريکا د بې پيلوټه الوتكې بريد کې ۵ تنه  ووژل شول. د شمالي وزيرستان يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دا پېښه نن سهار په ميرانشا بازار كې هغه مهال رامنځته شوه، چې […]

نویسنده: TKG
24 لړم 1390

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريکا د بې پيلوټه الوتكې بريد کې ۵ تنه  ووژل شول. د شمالي وزيرستان يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دا پېښه نن سهار په ميرانشا بازار كې هغه مهال رامنځته شوه، چې امريكايي بې پېلوټه الوتكې په دې سيمه كې پر يوه كور دوه مزايل وتوغول.

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريکا د بې پيلوټه الوتكې بريد کې ۵ تنه  ووژل شول.

د شمالي وزيرستان يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دا پېښه نن سهار په ميرانشا بازار كې هغه مهال رامنځته شوه، چې امريكايي بې پېلوټه الوتكې په دې سيمه كې پر يوه كور دوه مزايل وتوغول.

هغه زياته کړه، چې په دې بريد كې لږ ترلږه پنځه شكمن ترهګر وژل شوي دي.

بلخوا په سيمه كې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې ځايي طالبانو دوژل شويو كسانو مړي نا معلوم لوري ته وړي- تر اوسه دا لا نه ده روښانه چې وژل شوي كسانو د كومې ډلي غړي دي.

په شمالي وزيرستان كې له يوې مودې راهيسې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونه دوام لري، چې له كبله يې په ډېرى پېښو كې د پاكستاني طالبانو د قومندان حافظ ګل بهادر او د افغان طالب قومندان سراج الدين حقاني د ډلو غړي او مركزونه په نښه كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA