ads

د ايران پوځي اډې کې چاودنې ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تهران ته څېرمه د ايران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک په يوې پوځي اډې کې چاودنه شوې، چې له كبله يې لږ ترلږه ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سپاه پاسدارن د انقلابي ځواك وياند رمضان شريف يوه ځايي تلوېزيون ته ويلي، چې ياده پېښه تېر ماسپښين د وسلو په ډېپو كې […]

نویسنده: TKG
22 لړم 1390
د ايران پوځي اډې کې چاودنې ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تهران ته څېرمه د ايران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک په يوې پوځي اډې کې چاودنه شوې، چې له كبله يې لږ ترلږه ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سپاه پاسدارن د انقلابي ځواك وياند رمضان شريف يوه ځايي تلوېزيون ته ويلي، چې ياده پېښه تېر ماسپښين د وسلو په ډېپو كې د وسلو د لېږد را لېږد پرمهال شوې، خو د پېښې لامل يې نه دى په ګوته كړى.

تهران ته څېرمه د ايران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک په يوې پوځي اډې کې چاودنه شوې، چې له كبله يې لږ ترلږه ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سپاه پاسدارن د انقلابي ځواك وياند رمضان شريف يوه ځايي تلوېزيون ته ويلي، چې ياده پېښه تېر ماسپښين د وسلو په ډېپو كې د وسلو د لېږد را لېږد پرمهال شوې، خو د پېښې لامل يې نه دى په ګوته كړى.

په لومړيو كې د پېښې له كبله د وژل شويو كسانو شمېره ۲۷ تنه ښوول شوې وه، خو شريف دغه شمېره رد كړه.

نوموړي زياته كړه، چې په دغې چاودنې كې ۱۷ تنه وژل شوي او پاتې ۱۵ نور ټپيان دي، چې د يو شمېر هغو روغتيايي حالت نازك دى.

د ځايي رسنيو د راپور له مخې چاودنه دومره زوروره وه، چې تر ۲۵ ميلو پورې يې غږ اورېدل شوى او تر شاوخوا دوه ساعتو پورې له يادې ډېپو څخه د اور لمبې پورته كېدې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA