د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې له ايران څخه غوښتي، چې زر تر زره دې د خپل اتومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې لرې كړي. په ورته وخت كې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ اژانس په خپل ريپوټ كې ويلي، چې د دوى په ګومان ايران اتومي بم جوړوي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې له ايران څخه غوښتي، چې زر تر زره دې د خپل اتومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې لرې كړي.
په ورته وخت كې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ اژانس په خپل ريپوټ كې ويلي، چې د دوى په ګومان ايران اتومي بم جوړوي.
هيلري كلېنټن دغه څرګندونې په اسيا او د بحر الكاهل په څنډه كې د پرتو هېوادونو له غونډې وروسته ژورنالستانو سره په خبرو كې وكړې او زياته يې كړه، كه څه هم ايران د اتومي پروګرام په اړه دوكه وركولو كې زوړ تاريخ لري، خو بيا هم دوى هيله لري، چې ايران به په نږدې ورځو كې په دې ريپوټ كې راپورته شوې پوښتنې ځواب كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


