تركيه كې د تېرو درېيو اونيو په لړ كې يو ځل بيا زلزلې د دې هېواد ختيځ ولايت وان ولړزاوه، چې له كبله يې د لومړنيو معلوماتو له مخې درې تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
تركيه كې د تېرو درېيو اونيو په لړ كې يو ځل بيا زلزلې د دې هېواد ختيځ ولايت وان ولړزاوه، چې له كبله يې د لومړنيو معلوماتو له مخې درې تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د تېرې شپې دغې پینځه اعشاریه اوه درجې زلزلې تر شلو زياتې ودانۍ هم زيانمنې كړي دي.
ياده زلزله په ځايي وخت ۹ بجې او دېرش دقيقې وشوه، چې مركز يې د وان ښار څخه شپاړس كيلومتره لرې لويديځ لورته و
په دې سيمه كې دوه اونۍ وړاندې هم زلزله شوې وه، چې له امله یې تر ۶۰۰ زیات خلک مړه شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

