د امريکا په ختيځو ساحلي سيمو كې د واورې طوفان سخته تباهي رامنځته كړې او د ميساچوسټس ايالت په ځينو سيمو كې شاوخوا ۲۸ اينچه واوره شوې ده.
د امريکا په ختيځو ساحلي سيمو كې د واورې طوفان سخته تباهي رامنځته كړې او د ميساچوسټس ايالت په ځينو سيمو كې شاوخوا ۲۸ اينچه واوره شوې ده.
د چارواكو په وينا تراوسه د طوفان له كبله ۹ تنه وژل شوي او له ميري لينډ څخه نيولې تر ميساچوسټس پورې د شاوخوا درې ميليونه كورونو بريښنا پرې شوې او دغه راز د اورګاډي په شمول د هوايي او ځمکنيو ترانسپورتي شبکو فعاليت په ټپه درېدلى دى.
د امريكا د هواپېژندنې د ادارې د معلوماتو په وينا، له وخته دمخه د واورې دغه طوفان په منځني انتلانتيك سيمو كې پاى ته رسېدلى، خو ختيځ كې لا روان دى او تمه ده چې دغه طوفان به كاناډا ته مخه كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


