د ليبيا د انتقالي شورا مشر مصطفى عبدالجليل له ناټو هېوادونو غوښتي، چې د روان ميلادي كال تر پايه دې په دې هېواد كې خپل ماموريت ته ادامه وركړي.
د عبدالجليل په وينا، له هېواد څخه د اضافه وسلو او د قذافي له پلويانو سره مقاومت لپاره د ناټو شتون ته اړتيا ليدل كېږي.

په ورته وخت كې ناټو ځواكونو هم په ليبيا كې د خپل ماموريت د پاى ته رسولو تاريخ نامعلوم وخت لپاره وځنډاوه.
تر دې وړاندې په ليبيا كې د ناټو د ماموريت د پاى ته رسېدو ابتدايي نېټه د روانې ميلادي مياشتې ۳۰ مه ټاكل شوې وه.
د ليبيا د انتقالي شورا مشر په قطر كې يوې غونډې ته په وينا كې وويل، دى هيله لري، چې ناټو په ليبيا كې د روان ميلادي كال ترپايه خپل ماموريت جاري وساتي، څو دوى او ګاونډيو لپاره يې يو څه كار وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ