ads

پر ناټو او د ليبيا د انتقالي شورا پر ځواكونو د روسيې نيوكې

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په يوې مركې كې د ليبيا پر ياغيانو نيوكه كړې، چې ګواكې د قذافي په وژلو سره يې د جينيوا له کنفوانسيون څخه سرغړونه کړې ده. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په يوې مركې كې د ليبيا پر ياغيانو نيوكه كړې، چې ګواكې د […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1390
پر ناټو او د ليبيا د انتقالي شورا پر ځواكونو د روسيې نيوكې

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په يوې مركې كې د ليبيا پر ياغيانو نيوكه كړې، چې ګواكې د قذافي په وژلو سره يې د جينيوا له کنفوانسيون څخه سرغړونه کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په يوې مركې كې د ليبيا پر ياغيانو نيوكه كړې، چې ګواكې د قذافي په وژلو سره يې د جينيوا له کنفوانسيون څخه سرغړونه کړې ده.

د ده په وينا: له قذافي سره بايد د جنګي بندي چلند شوې واى.

نوموړي چې  د اكتوبر په ۲۰ مې د روسيې له يوې راډيو سره مرکه كوله دغه راز د ليبيا د پخواني مشر د موټرو پر کاروان د ناټو هوايي بريد هم  وغنده  او ويې ويل، چې د ناټو دا بريد د ملګرو ملتونو د امنيت شورى له پرېګړه ليک څخه زياتى دى او په دې اړه يې د څېړنو غوښتنه وکړه .

د فبرورۍ له مياشتې يعني له هغه وخت راهيسې، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورى، ناټو ته پر ليبيا د الوتنو د بنديز اجازه ورکړې وه او مسکو يې ملاتړ کړى و، دا د روسيې او لويديځ تر منځ د ليبيا د شخړې پر سر لومړنۍ لانجه ده، چې راپورته شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA