له تركيې څخه په خپرو شويو راپورونو كې ويل شوي، چې د دې هېواد په ختیځ كې د زلزلې له كبله د وژل شويو كسانو شمېره ۴۵۰ تنو ته ورسېده او شاوخوا ۱۳ سوه تنه ټپيان شوي دي.
له تركيې څخه په خپرو شويو راپورونو كې ويل شوي، چې د دې هېواد په ختیځ كې د زلزلې له كبله د وژل شويو كسانو شمېره ۴۵۰ تنو ته ورسېده او شاوخوا ۱۳ سوه تنه ټپيان شوي دي.
د يكشنبې د ورځې دغه زوروره زلزله د تركيې په وخت د ماسپښين په يوه بجه او پنځلس دقيقې رامنځته شوې وه، چې له كبله يې پر يادې مرګ ژوبلې سربېره لسګونه ودانۍ هم له منځه وړي دي، چې يو شمېر كسان لاهم د دغو ړنګو شويو ودانيو لاندې بند پاتي دي او لا هم په دې زلزله كې د وژل شويو او ټپيانو كره شمېره نه ده معلومه.
د يادونې وړ ده، چې په ۱۹۹۹ کال کې هم د تركيې په شمال لويديځ كې یوه زوروره زلزله شوې وه، چې له كبله يې تر ۲۰ زرو زياتو كسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

