تمه ده نن د ليبيا انتقالي شورا په رسمي ډول د خپل هېواد خپلواکي اعلان كړي. ملي انتقالي شورا، چې دا مهال د ليبيا رهبري کوي، ويلي، د خپلواکۍ تر اعلان و
تمه ده نن د ليبيا انتقالي شورا په رسمي ډول د خپل هېواد خپلواکي اعلان كړي.
ملي انتقالي شورا، چې دا مهال د ليبيا رهبري کوي، ويلي، د خپلواکۍ تر اعلان وروسته به په يوه مياشت کې دننه نوى موقت حکومت اعلان کړي او په اتو مياشتو کې به د اسمبلۍ انتخاباتو ته زمينه برابره کړي.
د انتقالي شورا وياند عبدالرحمن بوسين وويل، د نن ورځې د مراسمو لپاره تدابير نيول شوي دي.
تمه کېږي د خپلواکۍ دغه اعلان په پيل کې له ختيځ ښار بن غازي څخه وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


