ads

د سعودي عربستان پخوانى دفاع وزير او ولي عهد ومړ

د سعودي عربستان پخوانى دفاع وزير او ولي عهد سلطان بن عبدالعزيز د امريكا په يوه روغتون كې ساه وركړه. نوموړي، چې د سرطان ناروغي يې درلوده له يوې مودې راهيسې په نيويارك كې تر درملنې لاندې و.     د سعودي عربستان پخوانى دفاع وزير او ولي عهد سلطان بن عبدالعزيز د امريكا په […]

نویسنده: TKG
30 تله 1390
د سعودي عربستان پخوانى دفاع وزير او ولي عهد ومړ

د سعودي عربستان پخوانى دفاع وزير او ولي عهد سلطان بن عبدالعزيز د امريكا په يوه روغتون كې ساه وركړه. نوموړي، چې د سرطان ناروغي يې درلوده له يوې مودې راهيسې په نيويارك كې تر درملنې لاندې و.

 

 

د سعودي عربستان پخوانى دفاع وزير او ولي عهد سلطان بن عبدالعزيز د امريكا په يوه روغتون كې ساه وركړه.

نوموړي، چې د سرطان ناروغي يې درلوده له يوې مودې راهيسې په نيويارك كې تر درملنې لاندې و.

د سعودي عربستان تلوېزيون د خبر له مخې د نوموړي تدفين به د دوشنبې په ورځ په سعودي عربستان كې ترسره شي.

د سعودي عربستان شاهي كورنۍ د دولتي خبري اژانس (ايس پي اى) له لارې په يوې خپرې كړې اعلاميې كې د نوموړي د مړينې پخلى كړى دى.

سلطان بن عبدالعزيز لومړۍ دنده د رياض د والي په توګه پيل كړه او بيا په ۱۹۶۳ كې د دفاع او هوايي جلند د وزير په توګه وټاكل شو او شاوخوا پنځوس كاله د دفاع وزير په توګه پاتې شو.

دى د شاه عبدالله ميرنى ورور و او شاوخوا ۸۰ كاله عمر يې درلود.

دى له امريكا سره د ښو اړيكو كلك پلوى و او ده سره په دې برخه كې د ده زوى شهزاده بندر، چې له تېرو شلو كالو راهيسې په امريكا كې د سعودي عربستان سفير دى مرسته كوله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA