د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، د معمرالقذافي د وژنې په اړه د څيړنو اړتيا ليدل کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون وياند روپيرت کولويل په جينوا کې خبريالانو ته وويل، چې په ويډيوګانو کې ښودل شوي، چې ډګروال قذافي د پنجشنبې په ورځ د هغه پلرنې ټاټوبي سرت ښار ته نږدې لومړی ژوندی نيول شوی و، خو د انتقا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، د معمرالقذافي د وژنې په اړه د څيړنو اړتيا ليدل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون وياند روپيرت کولويل په جينوا کې خبريالانو ته وويل، چې په ويډيوګانو کې ښودل شوي، چې ډګروال قذافي د پنجشنبې په ورځ د هغه پلرنې ټاټوبي سرت ښار ته نږدې لومړی ژوندی نيول شوی و، خو د انتقالی حکومت د وسله والو له خوا وژل شوی دی او دا ډېره خواشينوونکې مسئله ده.
د ليبيا انتقال ملي شوری وايي، قذافي د هغه د ملاتړو او د موقت حکومت د ځواکونو ترمنځ جګړه کې وژل شوی دی.
موقت حکومت وايي، دوى د قذافی د وژلو امر نه دی ورکړی.
دوى دغه راز وايي، د قذافي د ښخولو مراسم د څو ورځو لپاره ځنډول شوي او دا هم نه ده معلومه، چي د ليبيا پخوانی مشر به په کوم ځای کې ښخ کړي.
له بلي خوا، ناټو نن غونډه کوي او په ليبيا کې د شپږو مياشتو هوايي ماموريت د ختمولو په اړه، چې ملګرو ملتونو د ليبيا د ملکي خلکو د ژغورنې په مقصد اجازه ورکړې وه، بحث کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


