ads

د قذافي وروستى مرچل هم ونيول شو

د ليبيا د انتقالي شورا مشرانو د معمر قذافي د ورستي مرچل بني وليد د نيولو خبر وركړ. دوى زياته كړې، چې د دې ښار ۹۰ فيصده سيمه د دوى په لاس كې ده، خو د قذافي په پلرني ښار سرت كې لا هم ځاى ځاى د انتقالي شورا د سرتېريو او قذافي د پلويانو […]

نویسنده: TKG
26 تله 1390
د قذافي وروستى مرچل هم ونيول شو

د ليبيا د انتقالي شورا مشرانو د معمر قذافي د ورستي مرچل بني وليد د نيولو خبر وركړ. دوى زياته كړې، چې د دې ښار ۹۰ فيصده سيمه د دوى په لاس كې ده، خو د قذافي په پلرني ښار سرت كې لا هم ځاى ځاى د انتقالي شورا د سرتېريو او قذافي د پلويانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ليبيا د انتقالي شورا مشرانو د معمر قذافي د ورستي مرچل بني وليد د نيولو خبر وركړ.

دوى زياته كړې، چې د دې ښار ۹۰ فيصده سيمه د دوى په لاس كې ده، خو د قذافي په پلرني ښار سرت كې لا هم ځاى ځاى د انتقالي شورا د سرتېريو او قذافي د پلويانو ترمنځ جګړه روانه ده.

له طرابلس څخه نږدې يوسلو اويا كېلومتره لرې جنوب ختيځ ته پروت بني وليد ښار د انتقالي شورا د ځواكونو قومندانانو رسنيو ته ويلي، چې په دې ښار كې د دوى ځواكونه د قذافي د پلويانو له سخت مقاومت سره مخ وو، خو اوس په دې توانېدلي، چې ۹۰ فيصده خاوره خپله كړي.

د يادونې وړ ده، چې بني وليد او سرت دوه هغه ښارونه دي، چې د انتقالي شورا ځواكونه د قذافي د پلوي ځواكونو له سخت مقاومت سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA